په سوله ییزو هلوځلو کې د طالب منځګړیو د شتون ضرورت او موثریت

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

تقریبا ۴ لسیزې کیږې چې په هیواد کې مو د تحمیلې جګړو اور بلیږي.

د دې اور د مفید حرارت ګټه د افغانستان دُښمنانو ته رسیږي خو ککرۍ ورکې د افغانانو وریتیږي.

اوس د دې اور لمبو د افغانستان له محدودي څخه په اوښتلو سره د سیمې نوره ساحه هم متأثره کړې، او که یې مخه ونه نیول شي نو احتمال لري دومره ژبغړانده شي چې ټول سیمه ییز ثبات تر ګواښ لاندې راولي.

په عراق باندې د امریکايي یرغل په پایله کې ولیدل شول چې ټول منځنی ختیځ ورسره بي ثباته شو چې همدا اوس سوریه ، یمن، لیبیا مصر او حتی پُرامنه خلیج د دغې بي ثباتي له شره کړیږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په صورت کې د هغوئ لخوا د خپلې خوښې مطابق د سولې په نوم هلې ځلې د وخت له ضیاع او جګړې ګرمولو پرته بله كومه ګټه نه لري.

که واقعا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت اراده وي نو باید د افغاني ټولنې د عیني واقعیتونو په نظر کې نیولو او د دې کار لپاره د معینې ستراتیژي په جوړولو سره د واقعي سولې د ټینګښت لپاره عملي اقدامات تر سره شي.

كه څه هم چې په هیواد کې په رسمي ډول د سولې د عالي شورا ترڅنګ یو شمیرنور غیر دولتي مراجع هم شته چې په فردي ډول د سولې لپاره هلې ځلې کوي ، خو د دې په ځای چې دا فردي هلې ځلې د سولې لپاره موثرې ثابتې شي د هغوی د نه هماهنګي او همدا راز د هغوئ لخوا د سولې لپاره د معینې ستراتیژي د نه شتون له وجې د سولې بهیر له تشتت او پراګندګي سره مخ کړی دی.

د سولې د ټینګښت لپاره څه باید وشي؟

که ريښتیا هم ښکیل لوري غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه او سوله تأمین شي نو په کار ده چې تر هرڅه وړاندې هغوی په عملي لحاظ سولې ته خپل ژمنتوب ثابت کړي.

عملي لحاظ په دې مانا چې له سولې څخه پر جانب مقابل باندې د فشار راوړلو او وسیلې کار وانخیستل شي؛ بلکې په سوله ییزو مذاکراتو کې هغه عوامل ولټول شي چې د سولې د راتلو په لاره کې خنډ وي.

د بیلګې په توګه د جګړې د خاتمې لپاره هم طالبان شرائط لري او هم د هغوئ مقابل لوری امریکایان؛ اوس د دغو دواړو لورو د ټاکل شویو شرائطو د تقارُب لپاره باید د ملګرو ملتونو او اسلامي کانفرانس غوندي یو رسمي او متنفذ مسؤل جهت رامنځته او په خپل بیطرفانه منځګړیتوب سره د دواړو لوریو ترمنځ شرائط مطالعه او پر ممکنه عملي کولو یې غور وکړي.

د متنفذ رسمي وسیط موجودیت ځکه اړین دي چې که بالفرض د سولې د پروسې د جریان په صورت کې کوم لوری له خپلو ژمنو څخه تخلف کوي نو همدا متنفذ وسیط به د متخلف لوري د تنبیه او اصلاح کولو مسؤلیت او تضمین لري.

د ښاغلی حکمتیار او ولسمشر غني ترمنځ د سولې په ترسره شوي هوکړه لیک کې د متنفذ وسیط د نشتون له کبله ښاغلی حکمتیار په هره غونډه کې له هغو تخلفاتو شکایت کوي چې مقابل لوری یې مرتکب کیږي.

د سولې هلې ځلې باید افغان محوره شي

سره له دې چې افغان لانجه د بهرنۍ مداخلې په خاص ډول د امریکا د پوځي یرغل محصول ده خو دهغې د هواري لپاره تر هرڅه وړاندې باید پر افغان محوري ټینګار وشي.

د دې پرځای چې د افغان لانجې د هواري لپاره په تاشکند، اندونیزیا، مسکو، واشنګټن، بیجینګ او … کې غونډې جوړي او د منطقوي سیاست رقیب لوري ورکي دخیل شي غوره دا ده چې له هغوی سره تر هرډول غونډو او ناستو پاستو وړاندې خپله د افغاني قضیې د د خیلو لوريو په قناعت او توافق سره د لانجې هواري ته د هغوي د حاضرولو هڅه وشي.

ځکه څومره چې په یوه قضیه کې بهرنی دخالت زیاتیږي په هماغه اندازه ورکې د هغوي استخباراتي، سیاسي او اقتصادي رقابتونه زیات او د لانجې د لا ستونزمنتوب لامل ګرځي.

د سوریې لانجه یې یوه ژوندۍ بیلګه ده چې د هواري لپاره یې په تیرو ۷ کلونو کې په مختلفو هیوادونو کې متعددې غونډې جوړې شوې خو د هرې غوندې تر جوړیدو وروسته یې د هواري په ځای لانجمنتوب نورهم زیات شوی.

معمولا د افغانستان په اړه جوړیدونکو غونډو کې هم ټول هغه د متضادو مواقفو لرونکي هیوادونه ګډون کوي چې د افغان لانجې اساسي لامل د هغوي دخالت او سیاسي او استخباراتي رقابتونه دي.

مثلا هند او پاکستان، مسکو او واشنګټن، تهران او سعودي او … چې هغوی په دغه ډول غونډو کې د افغان لانجې د هواري په ځای د خپلو رقابتونو او مصلحتونو په تر سره کولو ترکیز لري.

نو د دې لپاره چې د سولې پروسې امکانات زیات شوي وي باید حتی الوسع د لانجې پر افغان محوریت ټینګاروشي نه په لوی لاس د هغې په انتشار باندې.

باید د سولې لپاره د جانبینو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته شي

جګړه د وژنو او ویراني ترڅنګ د جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ د باور او اعتماد هرډول فضاء له منځه وړي ، نو پر سولې باندې د باور راوستلو لپاره په کار دي چې لومړی د منځګړو لخوا د جانبینو ترمنځ د سولې پر خبرو د اعتماد فضا رامنځته شي.

مثلا د خبرو ترپیل وړاندې د جنګي بندیانو تبادله ، په ځینو حالاتو کې موقت اوربند او داسې نور…

داسې نه لکه په افغانستان کې چې امریکایان عملا د جګړې ګرمولو لپاره جنګي تجهیزات او اضافي ځواکونه رالیږي او د دفاع وزارت د هیواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو خلاف د لایزري بمونو تمرینونه تر سره کوي خو بل لوري ته بیا له کابله نیولې تر تاشکند، اندونیزیا او مسکو پوري په مسلسلو غونډو کې د سولې په پلمه یو شعاري تسلسل په کار اچول کیږي.

جګړه اوسوله کاملا یو د بل ضد جریانونه دي چې په یوه وخت کې د دواړو تحقق قطعا ناشونی دی.

همدا لامل دی چې د دغه ډول متضادو حرکتونو د ترسره کولو په صورت کې ورځ تر بلې هیواد له بحران سره مخ او د جګړې لمنه نوره هم پراخیږي ؛ ځکه دغه ډول غیر جدي او شعاري هلې ځلې له دې پرته چې د ممکنه سولې هرډول امکانات متضرر کړي له سولې له را تلو سره هیڅ ډول مرسته نشي کولای او نه جانب مقابل ورباندې باور کولای شي.

د سوله ییزې پروسې لپاره باید مؤثر اشخاص انتخاب شي.

دا چې په هیواد کې مو روانه غمیزه او جګړه نیږدي څلویښت کلنه سابقه لري او د جګړې هر لوری د جګړې د دوام لپاره خپل خپل دلائل او وجوهات ارائه کوي، نو د سوله ییزو مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره داسې موثرو او خبیرو اشخاصو ته ضرورت دی چې د ښکیلو اړخونو د جګړي جاري ساتلو دلائل درک او هر لوري ته د قناعت ورکولو وړتیا ولري.

خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د سولې په نوم د هلوځلو له پیله تر اوسه د غه مهم اصل له پامه غورځول شوی او د سولې پروسه تل داسې خلګو ته سپارل شوې چې هغوی په یوه وخت کې هم سوله کوي او هم جګړه .

ښه بیلګه یې فقید استاد برهان الدین رباني دی چې نوموړی پر افغانستان د امریکایانو له تیري راهیسي د وژل کیدو تروخته پوري عملا له طالبانو سره هم پوځي مقابله کوله او هم د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې سوله.

د هغه تر وژل کیدو وروسته دا مسؤلیت د هغه زوی ښاغلی صلاح الدین رباني او د هغه په تعقیب اوس ښاغلي محمد کریم خلیلي ته سپارل شوی د چا چې ټول سیاسي شهرت له خپلو تنظیمي سیالانو او طالبانو سره د جګړو او مقابلو محصول دی.

همدا وجه ده چې د سولې عالي شورا له ایجاد څخه تر اوسه پوري خپله د فقید استاد برهان الدین (رباني) له وژل کیدو او د هغه د وخت د دارالانشاء د مشر معصوم ستانکزي له ژوبلیدو پرته بله هیڅ لاسته راوړنه ، نه لري
له همدې کبله ډیری دولتي غړي ، پارلماني استازي او د مشرانو جرګې غړي حتی خپله د یادې شوری غړي د هغې د عدم موثریت له وجې د سولې شوری د انحلال او له منځه وړلو غوښته کوي.

د سولې د عالی شوری مسؤلیت په داسې حال کې تل یوه جګړه ییز لوري ته سپارل کیږي چې مونږ په افغانستان کې داسې ټولنیز، با وجاهته او مطرح سوله ییز اشخاص لرو چې هغوی د خپل ټولنیز وجاهت له وجې د جګړې ښکیلو اړخونو ته منلي او د باور وړدي.

که ریښتیا هم د امریکایانو او نړیوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې سولې ته ژمنتیا وي نو باید د سولې د پروسې مسؤلیت یې له واک او صلاحیت سره دغو خلګو ته سپارلی وای.

په مشخصه توګه همدا اوس په کابل کې د طالبانو یو شمیر پخواني داسې چارواکي شتون لري چې په بشپړ ډول یې خپل ټول فعالیت په غیر پوځي رغنیزو او تعلیمي چارو متمرکز کړی دی، د جګړې د پایته رسیدو لپاره یې عملي هڅې کړې او په عین وخت د خپل ټولنیز شعبیت او سیاسي پوهې له مخې د جګړې ښکیلو لوروته قابل اعتماد شخصیتونه دي.

هغوی ته د طالب نسبت یواځې د هغوي د قبلي وابستګي له وجي کیږي نه د هغوي د فعلي موقف او کړنو له وجې.

ځکه اوس د هغوی د فعالیت ټول ترکیز په ښوونیزو او غیر سیاسي کړنو باندی متمرکز دی چې نه دوئ ځان د وسله والو طالبانو استازي بولي او نه هم طالبان هغوي د خپلو نماینده ګانو په حیث مخاطبوي.

د دغو شخصیتونو له جملې څخه په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ښاغلی ملا عبدالسلام (ضعیف) او د هغوی د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی مولوي وکیل احمد (متوکل) د یادولو وړکسان دي.

ښاغلی ضعیف او متوکل له طالبانو څخه د پوره شناخت او د افغانستان له عیني واقعیتونو څخه په پوره درک سره ښايي له طالبانو سره د هر ډول سوله ییزو خبرو تر ټولو وړ او منلي شخصیتونه وي چې کولای شي په عملي لحاظ د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د سوله ییزو خبرو منځګړیتوب وکړي ، داسې نه چې هغوی ته په شکلي ډول د سولې د عالي شورا مسؤلیت وسپارل شي ، چې ښايي هغوی په شکلي ډول دغسي یوه دولتي مسؤلیت منلو ته هیڅ تیارهم و نه لري.

بلکې باید د عملي سولې د تحقق پروسه د هغې له ټولو صلاحیتونو او امکاناتو سره هغوی ته وسپارل شي او دا واک ورکړل شي چې په دې لاره کې له خپلې شته وړتیا ، بصیرت او نړیوال شهرت څخه په استفادې سره د منځګړیتوب مسؤلیت تر سره کړي.

ښاغلی ضعیف او متوکل د خپلې سیاسي وړتیا او ټولنیز مؤثریت له مخې د دې وړتیا لري چې د جګړې ښکیلو لوریو ( طالبان ـ امریکایان او ملي یووالي حکومت ) ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره د ټاکلیو شرائطو له تقارُب څخه د یوه وسیط حل په را ایستلو سره د افغانستان روان غمیزې ته د پایته رسولو زمینه مساعده کړي..

د سوکاله او له جګړو ژغورل شوي افغانستان په هیله .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ما د ډېرو په اصطلاح شنونکو نظریات لوستلی او اورېدلی دی خو داسی ښکاری چه د ټولو نظریات په یوه کسوفی فضاء کی تر سره کیږی. یا مصلحت یا بېره یا فکری تړاؤ یا هر څه چه ونومل شی.

محمد احمد
ایډیټر
محمد احمد

غلام حضرت شاکر صاحب! د افغان قضیې اصلې لوبغاړې دوه مهم لوري دي : امریکایان او طالبان! نن لیدل کیږي چې د امریکایانو په ایماء او لمسون د مصنوعي سولې لپاره هرڅوک اوږې غورځوي ، او هرڅوک ورته ناخوانده خپلې طرحې واشنګټن ته ورلیږي. ښه ده چې د قضیې د بل لوري طالبانو په خوی او بوی بلد کسان هم په سوله ییزو مذاکراتو کې برخه واخلي. که بریالي شي خو ولس به له لویه جنجاله خلاص شي او که ورته چانس ور نکړل شي د امریکايي شیطانت خباثت خو به خلګو ته ښکاره شي ، چې دوی یواځې هغه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د کابل غلامانو او بادارانو په تیرو ۱۷ کلو کی نه جنګ او نه په فساد او وحشت کی صرفه کړی یعنی جنګ کی یی په پراخه کجه مظلوم او بی دفاع اولس هم رانغښتی . که په دی پوه شوی وی یا پوه شی چه طالبان په زور او تر دی زیات وحشت له منخّه وړی شی ، بیا یی د دی پروا نه ساتله چه طالبان هم ګوندی د دی خاوری بجیان لا مسلمانان او یا حتی انسانان دی . د طلبانو پرله پسی قربانیو او د الله ج نصرت د دی سبب شو چه دوی طالبان نه… نور لوستل »