افغانستان

روزګان: په خاص روزګان کې جګړه روانه ده

 د روزګان ولایت په خاص روزګان کې د شپې له دریو بجو د طالبانو او پولیسو ترمنځ جګړه راونه ده. دغه جګړه  د دې ولسوالۍ په شالۍ ناوې سیمه کې پر پنځو پوستو هم مهاله پیل شوې ده.

د خاص روزګان ولسوالي ولسوال محمد کریم کریمي وايي چې په دې څو ساعته جګړه کې چې لا اوس هم روانه ده، یوه پوسته د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی او تر دې دمه یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
طالبان هم وايي چې تراوسه يې د شالي ناوې په سیمه کې د غونډۍ پوسته په بشپړه توګه نیولې او د قومندان په ګډون يې درنه مرګ ـ ژوبله ور اړولې ده. طالبان وايي: « دغونډۍ پوسته په بشپړه توګه فتح دقومندان [عاشق] په شمول 7 تنه عسکرځای په ځای قتل اویوبل له یوه ثقیل سره ژوندی ونیول شو.»
دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ هم د روزګان په چارچینو ولسوالي کې د اوږدې جګړې په پایله کې اته پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې او ۵۷ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.
یاده دې وي، چې دغه بریدونه په داسې وخت کې کېږي، چې امنیتي مسوولین ټولو ولایاتو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بشپړه دعوه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x