fbpx

یوه «ليوا» امریکايي «مشاورین» افغانستان ته راغلل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغانستان ته یې یوه لیوا تازه عسکر رالیږلي ترڅو په دې هیواد کې له روانې جګړې سره کومک وکړي.

پنټاګون د تازه دمو سرتیرو دقیق شمېر نه دی ښودلی، خو د امریکا په پوځ کې یوه لیوا ۲۰۰۰ عسکر لري.

د امریکا دفاع وزارت په ویب پاڼه کې راغلي چې دا عسکر یې د افغان پوځیانو د وړتیا لوړولو او هغوی ته د سلامشورو لپاره رالیږلي دي. دغه راز ویل شوي چې د دې عسکرو په واسطه به طالبان «مصالحې» ته اړباسي.

د یادې لیوا قومندان (سکاټ جاکسن) عراقي پوځیانو ته هم سلامشورې ورکړي. نوموړی وايي چې په افغان پوځ کې د تېرو اتو کلونو په پرتله ستر بدلونونه راغلي.

«په ۲۰۱۰ کال امریکایانو دا جګړه رهبري کوله او په لومړۍ کرښه کې جنګیدل او افغان عسکرو به یې همکاري کوله. خو اوس دا جګړه افغانان پرمخ بیايي او د طالبانو په وړاندې پخپله افغان پوځیان جنګیږي. کومه جګړه چې پخوا زمونږ په غاړه وه، اوس افغان ځواکونو په غاړه اخیستې او له مونږ پرته یې بریدونه او عملیات جاري ساتلي».

جاکسن زیاتوي چې تازه دمي امریکايي عسکر به خپلې تجربې او مشورې افغان پوځیانو ته ورښيي، ترڅو د هغو په رڼا کې په خپل هیواد کې جګړه پرمخ بوځي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د خپلو جنرالانو له خولې وايي چې د امریکایانو فزیکي شتون افغان ځواکونو ته مورال ورکوي او چې امریکایان په خپلو سترګو ویني نو په لوړه روحیه جنګیږي.

خو په عین حال کې د افغان ځواکونو له غوږونو ورتېروي، چې د امریکايي «مشاورینو» راتګ دا معنی نه لري چې ګویا امریکایان په جګړه کې عملي ونډه اخلي؛ جګړه به افغان پوځیان کوي خو لارښوونې او مشورې به د امریکايانو وي.

د هیواد په ختیځ کې امریکايي قومندان (کرسټوفر فارار) د طالبانو په خلاف جګړه کې د افغان پوځیانو استعمالول اغیزمن ګڼي او زیاتوي:

«باید د جګړې یوه افغانه آله جوړه شي، زمونږ ټینګار دا دی چې په جګړه کې افغان عسکر وجنګوو، د هغوی وسله استعمال کړو، د هغوی جګړییز پلانونه تطبیق کړو. مونږ فقط دا کوو چې د افغان ځواکونو وسلې پاکې او صیقل کړو».

د یاد امریکايي قومندان په باور، افغان ځواکونه باید د جګړې په ډګر کې پریښودل شي چې په خپله خوښې جګړه وکړي، خو په وینا یې امریکایان به د اړتیا په صورت کې د افغان ځواکونو د سمونې لپاره مداخله کوي.

«پخوا به مونږ غوښتل چې افغان ځواکونه د امریکایانو جګړییزه تګلاره کټ مټ عملي کړي، خو اوس مو کوښښ دا دی چې د هغوی د جوړې کړې تګلارې په کامیابولو کې ورسره کومک وکړو».

د یادونې وړ ده چې امریکايان په رسمي څرګندونو کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر د ۱۳۰۰۰ تنو په شاوخوا کې ښيي، چې د یادې لیوا په راتګ سره دغه شمېره ۱۵۰۰۰ ته پورته کیږي. پنټاګون ته نږدې سرچیني وایي چې ښايي په راتلونکي کې دغه شمېره ۲۰۰۰۰ ته ورسیږي.

امریکایان ادعا کوي چې په افغانستان کې میشت پوځیان یې په جګړه کې عملي ونډه نه اخلي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې افغان ځواکونو ته په روزنو او مشورو ورکولو بوخت دي.

د نړیوال نظامي معمول له مخې، په یو هیواد کې د بهرنیو مشاورینو او روزونکو شمېر تر سلګونو نه اوړي. خو که د افغان پوځ شمېر ۳۵۰۰۰۰ فرض شي، نو په اوسني وخت کې لږ تر لږه د هرو ۲۳ افغان عسکرو په سر یو امریکايي مشاور رسیږي، چې دا شمېره د امریکايي پوځیانو د څرګندونو او اهدافو په اړه ګڼې پوښتنې راټوکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د