fbpx

فقهي مصادر: اووم درس / استصحاب او مرسله مصالح

لیکوال: احمد الله عاطفي

استصحاب په لغت کي پرخپل حال پریښودو ته وايې او په فقهي اصطلاح کې ورته لغوي معنی لري.

داستصحاب لنډ تعریف: هر هغه شی چې په یقین سره موجود شوی وي یا دهغه په حکم کې وي، وروسته دهغه په له مینځه تللو کي اشتباه وي، وجود ئې لازمي دی.

په اصول فقه کې استصحاب په اړوند علمي بحث شوی،چې عبارت له هغه حکم څخه دی چې عمل تر سره شوی خو دوام او پاتي کیدو کې اشتباه وي، غوره بیلګه ئې دادی.

اول: یوتن دلمانځه لپاره او دس وکړ څو شیبي یا لږ وخت وروسته ورته شک ولویده چې اودس ئې مات شوی که نه ؟، په دي لحاظ چې اودس کول یقیني دی او ماتیدل ئې اشتباهي ، داستصحاب شرعي استنباطي حکم په بنأ شک اعتبار نه لري فتوی دادی چې دا شخص اودس لرونکی بلل کیږي.

دویم: که یوتن په دي اشتباه کې وي چې ما اودس کړی که نه؟ په دي صورت کې حکم دادی چې دی بي اودسه دی ،ځکه داصل عمل په وجود کې اشتباه دی نه په فساد کې.

یادښت: داودس په درلودلو کې شک او یا داودس په تر سره کولو کې د شک احکام داستصحاب حکم روښانه کولوپه موخه راوړل شوی،نه دلزوم په غرض، که امکانات وي اودس کول غوره دی. والله اعلم

مرسله مصالح

مرسله مصالح دفقهي احکامو له مصادرو څخه دی چې داهل سنت والجماعت یوشمیر ایمه کرامو دشرعي غیر منصوص احکامو داستنباط مرجع غوره کړی.

مرسله د غیر مقید په معنی او په اصطلاحي ارزښت کې اختلاف دی،چې ځیني مرسله دهیڅ یو شرعي نص له بنسټونو نه اخلي، یعني هیڅ شرعي دلیل نه لري یواځي دعقل په اساس دا مصلحت غوره کوي، چې په دي اساس مرسله مصلحت هغه ارزښت دی چې عقل ئې دشریعت ساتني لپاره لازم ګڼي.

مصالح دمصلحتونو جمع ته وايې چې د ګټو ترلاسه کول او دضرر دفع دی او په اصطلاح کې دشارع دموخي ساتنه دی.

مهمترینه موخه دشارع ددین ساتنه او همدا راز دنفس، عقل،نسل او دانساني کرامت سره دمالونو ساتنه دی چې هر څه ددغو ارزښتونو ساتنه وکړي مصلحت او هر څه چې ورته ضرر ورسوي فاسد دی.

دمرسله مصالح په اړوند دایمه کرامو اختلاف دی یو شمیر ئې غوره او لازم ګڼي لکه امام مالک (رحمه الله) چې همدا قول ابن تیمه هم غوره کړی.

دویم: دشافعي مذهب جمهور ایمه کرام او دجعفري فقهي علما مرسله مصالح نه حجت مني اونه دلیل.

دریم:یو شمیر علما لکه امام غزالي او بیضاوي په دي باور دي مرسله مصالح هلته داحکامو په استنباط کې غوره دی چې حجت او اعتبار دمصلحت په اساس لازمي وي، لکه دهیچا حق نشته چې دبل چا شخصي ملکیت و سوزوي او یائې تخریب کړي، خو په هغه صورت کې چې پریښودل ئې زیان اړوي، لکه په یو ځای کې اور ولګید او دکورونو لړي سره نښتي وه او په دي منځ کې دبیلګې په توګه دخوراکي توکو یا نورو موادو زخیره یا ګودام وي باور داشو چې دتوکو دغه ګودام ته د اور رسیدوسره ټوله سیمه اور اخلي، په همدي اساس دامورو مسئول کولی شي عامو خلکو ته ددي ګودام دمالونو وړلو(چور) اجازه ورکړي.

یا داچې دښمن دمسلمانانو یو ټولی اسیران کړي او دجنګ په لمړي لیکي کي د دي بندیانو څخه دسپر په توګه استفاده وکړي، که داسلامي لښکر قوماناندان باوري وي چې ددي بندیانو په لور دمرمیو په نه فیرکولو سره ددوي ټوله سیمه ددښمن په واک کې لویږي، بندیان او لښکر له مینځه ځي، دلته دمسلمانو اسیرانو په لور دمرمیو شلیک دمصلحت په بنأ دی چې دمسلمانانو سیمه وژغورل شي او لښکر فاتح شي او ګټه ئې په مجموع کې ټولو ته ورسیږي.

والله اعلم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د