د نن سرلیکنه

په انتخاباتي سیالیو کې ولي نژادي توپیرونوته لمن وهل کیږي؟-سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د دوهم ځل ټاکنو لپاره له انتخاباتي سیالیو سره یوځای د انتخاباتي نوماندانو او دهغوی د پلویانو ترمنځ شخصي او سلیقوي انتقادونو هم زور اخیستی .
په دغو انتقادونوكې د دواړود انتخاباتي کاندیدانو او د هغوی د ټیمونو ترمنځ له سیاسي فعالیت نه ورهاخوا په شخصي لحاظ سپکې سپورې سره تبادله كيږي. د بیلګې په توګه د ډاکټر عبدالله مرستیال حاجي محمد محقق د دایکونډي په ولایت کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال له ځايي خلکو وغوښتل چې ډاکټر عبد الله ته رایه ورکړي ، ځکه د ده په خبره نوموړی داسې ځواني لري چې په ولسمشري ارزي.

محقق په واضحو توروکې له له دایکونډي والو وغوښتل چې اشرف غني ته رایه ورنکړي ؛ځکه هغه د ده په وینا په جسماني لحاظ کوږدى.
له شخصي بریدونو پرته بله لویه ستونزه د دوو مخکښوکاندیدانو ترمنځ په انتخاباتي سیالیوکې قومي او لساني تعصبونوته لمن وهل دي .
د افغانستان په اوسنیو حساسو شرائطوکې تر ټولو مهمه خبره د افغانانو د ملي وحدت ساتنه ده ، خو له ډیره بده مرغه چې د دغو دوو نوماندانو په انتخاباتي سیالیو او څرګندونوکې تر ډیره بریده د افغانانو د ملي وحدت خلاف هڅې کیږي ،او هریو خپل پلویان دیته تشویقوی چې د قومي او لساني ملحوظاتو د خوندي توب په خاطر دې ورته رایه ورکړې، کنه د مخالف کاندید د بریالیتوب په صورت کې به هم د دوی قومي موجودیت له ګواښ سره مخ وي او هم سیاسي وجاهت.
مونږ غواړو د خپلې مدعا د اثبات لپاره دلته دبیلګې په ډول د همدغو دوو کاندیدانو د پلوی اشخاصو هغه څرګندونې را واخلو کومې چې یې دخپل مورد نظر کاندید د اهمیت په خاطرپه خپلو فیسبوک پاڼو او نورسايـټو کې نشرکړې:
داشرف غني یو پلوی په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکې:
“په يوه خبره مو سر خلاص وي که چيرته ډبل عبدالله په دويم پړاو کي بريالي شو نو پښتنو سره دريي ٣ لاري دي .
لومړي: جنګ به کړي.
دوهم: .افغانستان به پريژدي
دريم:که جنګ نکړي نو دغلامي ژوند به کړي.”
د عبد الله پلویان بیا په خپل اړوند ویب سايټ کې د اشرف غني په خلاف لیکي:
اشرف غنی درچاه جنون افتاد
مرد حقیری، با لقب دومین مغزمتفکر پساهیتلر
دا او دیته ورته کرکجنې ، له نفاق او اختلافه ډکې څرګندونې د دواړو انتخاباتي سیالانو د پلویانو ترمنځ د هیواد په رسنیو ،ټولنیزو سایټونو او شخصي ویب پاڼوکې یو دبل پرخلاف کارول کیږي چې په مجموع کې دا څرګندونې په خپله د دغو دوو نوماندانو د افکارو او راتلونکو موخو ترجماني کوي .
اوس پوښتنه داده چې د دغه ډول نظر لرونکي ولسمشر به افغان ولس څرنګه پرځان راټول او د هغوی د ملي یوالي لپاره به څومره کار وکړای شي؟
افغانستان چې له تیرو دری نیمو لسیزو راهیسې د جګړو، وژنو، او بدمرغیو په اورکې سوځیږي د امریکایانو ترحمایت لاندې اوسني او راتلونکي حکومت کې به ورباندې یوبل ناورین هم وراضافه شي او هغه دا چې په حکومتي کچه به د افغانانو د ملي وحدت خلاف فعالیت کیږي او هغه پلانونه به عملي کیږي چې د متحد افغانستان دتجزیې او د وروڼو قومونو او ملیتونو ترمنځ بیلتون او جلاوالې ته لاره برابروي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x