
پاکستان د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده بیا وغځوله
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): ټاکل شوې وه چې نن د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قانوني پاتې کېدو موده پوره شي، خو د پاکستان حکومت یو ځل بیا دغه موده د روان کال ۲۰۱۸ د جون میاشتې تر ۳۰مې نیټې پوري غځولې ده.
پاکستاني جګپوړو چارواکو ویلي چې د جون میاشتې تر پایه به ټول هغه افغانان چې د نادرا کارډونه یې اخیستي او یا هم په دې وروستیو کې يې ځانونه ثبت کړي دي، تر نوي ټاکلې مودې پوري په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني حق ولري.
باید وویل شي چې په روان کال ۲۰۱۸ کې دا دریم ځل دی چې پاکستان د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده غځوي.
ګمان کیږي چې په پاکستان کې اوس مهال تر دوه نیم ملیونه زیات افغان مهاجرین میشت دي چې د هغو څخه یې ۱.۴ ملیونه مهاجر کارډونه لري او ۸۰۰،۰۰۰ یې په دې وروستیو شپږو میاشتو کې د هیواد په مختلفو برخو کې ثبت شوي دي.
د افغان مهاجرینو د چارو عمومي رئیس وقار معروف په دغه مناسبت ویلي چې یو این ایچ سي آر او ددوی اداره په ګډه کار کوي تر څو د حکومت د پروګرام سره سم افغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي.
نوموړي ویلي اوس وخت را رسیدلی چې افغان مهاجرین په خپله خوښه د بیا ستنېدو د پروګرام څخه ګټه واخلي او هیواد ته ستانه شي.
هغه وویل چې د مارچ میاشتې د لومړۍ نیټې څخه تر اوسه ۱۰۰ کورنۍ افغانستان ته انتقال شوي دي.