افغانستان

ترانسپورت وزارت کې نږدې اویا سلنه عایدات ورکېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۷ل): د ترانسپورت وزارت وزیر وايي چې د الکترونیکي سیستم د نه شتون له امله د دې وزارت له ۶۰ تر ۷۰ سلنه عایدات ورکېږي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله طهماسي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه وزارت هر کال پورته سلنه عایدات له لاسه ورکوي.

هغه که څه هم خپل وزارت له فساده خالي نه بولي، خو ټينګار کوي چې د سمون لپاره يې باید الکترونیکي سیستم فعال شي.

طهماسي وايي د فساد په تور یې د وزارت شاوخوا ۶۰ تنه لویې څارنوالي ته معرفي کړي دي.

د وزیر په وینا ښه به وي چې په ټولو ولایتونو کې الکترونیکي دروازې ولګول شي چې حساب ثبتي او بې له دخالته تر وزارته ورسېږي.

د ترانسپورت وزیر د نمونې په توګه د ملي بسونو یادونه وکړه، چې د ملي بسونو د تصدۍ په ریاست کې ۱۰۴۹ ملي بسونه شته، خو ټول له کاره لوېدلې او یوازې ۲۹۰ يې فعال دي.

هغه ژمنه وکړه چې د پاتې ملي بسونو د رغولو لپاره يې د هند له سفارت سره خبره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

There is no place in the whole country that can repair the buses ?, and the government is asking India to come and fix the buses. India will not give any more buses to Afghanistan.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x