افغانستان

د دوهم پړاو ټاکنو په تړاو د طالبانو وروستی ګواښ

نن  ټکی آسیا: طالبانو د دوهم پړاو ټاکنو د ورځې د را نیږدې کېدو سره جوخت د یوه پیغام له لارې د وروستي ځل لپاره ګواښ کړی، چې د ټاکنو په ورځ به پراخ بریدونه، منظمې حملې او نور ډول تکتیکونه په کار اچوي؛ترڅو د انتخاباتو پروسه زیانمنه او خنثی کاندي.
طالبانو د دغه وروستي پيغام موخه د خلکو لا پوهاوی او خپلې غاړې خلاصول ښودلي.

په پيغام کې راغلي : «هېوادوال خبر دي چې د جوزا د مياشتې په ۲۴ تاریخ بیا د انتخاباتو په نامه داسلام او هیوادضد دسیسه تکراريږي، د دې لپاره چې په دغې امریکايي پروسه کې هيڅ افغان په ارادي او غير ارادي توګه استعمال نه شي، اسلامي امارت بیا لازمه بولي چې خلک وپوهوي او د انتخاباتو په جعلي پروسه کې ګډون کونکوته د وروستۍ ځل لپاره هم خپل خبرداری ورسوي.»
طالبانو په خپل پیغام کې د دوهم پړاو ټاکنو لپاره ولاړ مخکښ کاندیدان د اشغالګرو مرستندوی او د هغوی د «شومو دسییو» پلي کوونکي بللي او د ساري په توګه یې د غبرګو کاندیدانو له لورې د امنیتي تړون لاسلیک کول او د یو شمېر نورو امریکايي پلانونو تطبیق ته لېوالتیا په ګوته کړې. «…انتخاباتو کې کانديدان ټول هغه بدنامه څيرې دي چې د امریکايي اشغال له لومړۍ ورځې څخه د خپل دين، هېواد او خلکو په ضد له اشغالګرو سره دريدلي او خپل ټول فکر، عمل، هڅه او هلې ځلې يې د امریکايي اشغال د غزیدو په لاره کې په کار اچولي او همدا اوس هم په ښکاره وايي چې که واک ته رسيږي نو له امریکايانو سره به د افغانستان خرڅولو بدنام تړون لاسلیک کړي.»
دوی د دغه پيغام له لارې څرګنده کړې،دا انتخابات یوه «شیطاني» پروسه ده او دوی یې د خنثی کولو لپاره هر ډول اقدام پر ځان فرض بولي.
طالبانو همدارنګه پر خپلو پلویانو او نظامي کسانو غږ کړی، چې د شنبې په ورځ / د غبرګولي پر څلورویشتمه نېټه د انتخاباتو د ګډوډولو او د  همدې پروسې د شنډولو لپاره هر اړخیز چمتووالی ونیسي او د دغې ورځې په اوږدو کې پراخ بریدونه او چاودنې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده ، چې د هېواد د امنیتي ارګانونو د شمېرو او طالب ویندویانو له څرګندونو سره سم، د ټاکنو د لومړي پړاو د ترسره کولو په ورځ  طالبانو له زرو څخه زیات بریدونه ترسره کړي ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x