تخار: اربکیانو له درقد ولسوالۍ کډې بار کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۷ل): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د اربکیانو مېشتې کورنۍ هم له دې ولسوالۍ وتلې دي.

د دې ولسوالۍ ډېر واک له طالبانو سره دی، چې د سیمې ځينې اوسېدونکي يې، په نورو ځایونو کې د اربکیانو په لیکو کې دي.

په خواجه بها‌‌‌ءالدین ولسوالۍ کې اربکی قومندان «تاتار» وايي، چې عسکر يې په درقد کې خپلو کورنو ته نه شوای تللی، ځکه خو يې له هغو سیمو کډې بار کړې چې د طالبانو تر لاس لاندې دي.

هغه د پورته څرګندونو تر څنګ طالبان ملامت بولي، چې په وینا يې د اربکیانو کورنۍ يې کډوالۍ ته اړ کړې دي.

د نور محمد په نامه یو تن اربکي سلام وطندار ته ویلي، یوه اوونۍ وړاندې يې خپله کورنۍ له درقد ولسوالۍ نه ویستلې ده.

طالبانو د اربکیانو د کورنیو د کډوالۍ په اړه څه نه دي ويلي، خو په ګڼو هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي، د دولتي عسکرو کورنۍ مېشتې دي او همدارنګه د ګڼو طالبانو کورنۍ هم د دولت تر واک لاندې ساحو کې اوسي.

درقد په تخار کې هغه ولسوالۍ ګڼل کېږي چې ډېر واک يې له طالبانو سره دی او په شور عرب سیمه کې يې د طالبانو تر واک لاندې ښارګوټی هم جوړ شو.

دغه ښار ګوټی چې نږدې میاشت وړاندې د ولت له لوري په عملیاتو کې بشپړ ونړول شو، د دې ولسوالۍ د ولسوال په وینا خلکو يې بېرته د جوړولو کار روان کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د