fbpx

جنرال دوستم، کابل ته د راتګ فکر وړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۷ل): د احمد ایشچي او د ارګ د لومړي مرستیال جنرال دوستم تر منځ له جنجالي ناندرۍ وروسته جنرال دوستم ترکیې ته پښې سپکې کړې چې لا هم پاتې دی.

سپتونیک د «شفقنا افغانستان» په حواله وايي چې یو سناتور د نوم نه ښودو په شرط ورته ویلي، چې د دوستم له لوري د احمد ایشچي د جنسي ځورونې دوسیه تړل شوې او هغه د راتګ تیاری کوي.

د سرچينې په حواله هغه به په راتلونکو ټاکنو کې د یو نوماند ملاتړ وکړي او په وینا يې، ارګ یو ځل بیا له هغه نه په ټاکنو کې د استفادې نیت لري.

په ورته وخت کې د دوستم زوی او د جنبش ګوند سرپرست باتور دوستم پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې پلار به يې ژر کابل ته راشي.

د وړم میلادي کال په ډیسمبر کې احمد ایشچي چې وړاندې د جنبش ګوند مرستیال او د جوزجان والي پاتې شوی، دوستم پر هغه د جنسي تېرې پر هڅې تورن کړ.

د لانجې په اوږدو کې دوستم ترکیې ته لاړ، چې د ګوند غړو يې هغه د تداوۍ په پلمه تللی ګاڼه؛ خو وروسته يې ومنله چې په ارګ کې «ځينې کړۍ» د هغه د راتګ پر وړاندې خنډ دي.

دوستم چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ډاکټر غني نږدې کس او په حکومت کې يې لومړی مرستیال وټاکه، د بشري حقونو د نړیوال کمیسیون له لوري د بشري سرغړوونکو د فهرست په سر کسانو کې ځای لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د