ولسي جرګه: ټاکنيز کمیسیون د ټاکنو وړتيا نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې وروسته له هغه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په اړه توندې څرګندونې کړې، چې یاد کمیسیون د ټاکنو دقیقه نېټه اعلان کړه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي ويلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به د روان کال د تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

ولسي جرګې نن د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي د دې جرګې عمومي غونډې ته استجواب کړي و، خو هغوی له ورتګه انکار وکړ.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر ګلخانې او سپېدار ماڼيو غږ وکړ، چې دغه کمیسیون نه د ټاکنو ظرفیت او نه هم د ټاکنو اراده لري.

د هغه په خبره کمیسیون غواړې یو ځل بیا تېره ترخه تجربه تکرار کړي.

د ولسي جرګې د مشر د څرګندونو په ځواب کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند معاذالله دولتي وايي، ولسي جرګه دا حق نه لري چې دوی استجواب یا استیضاح کړي، خو د دوی تخنیکي ټيم تیار دی چې د ټاکنیزو تياریو په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړي.

Ashraf_Takani

د ګډ حکومت يو مشر، د رايې اچونې په مهال

ټاکل شوې وه، چې دغه ټاکنې به د روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره کېږي، خو د ټاکنو د خپلوا کمیسیون مشر د خپلې دندې په پیل کې یادونه وکړه، چې ټاکنې به تر خپل وخت یو څه وځنډېږي.

د شنونکو په باور د تېرو ولسمشریزو ناندریزو ټاکنو له امله پر دې پروسه ملي باور له منځه تللی دی.

ګڼې داسې سروې ګانې شوې دي، چې پر ټاکنو د ملت باور خورا ښکته بلل شوی او علت يې هم په تېرو نږدې ټولو ټاکنو کې درغلۍ ګڼل کېږي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د