نړۍ

د یمن پر سرحد ۱۲ سعودي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي ځايي رسنیو خبر ورکړی چې په تیرو دوه ورځو کې د یمن سره پر جنوبي سرحد ۱۲ سعودي عسکر وژل شوي دي.

د الجزیرې د راپور سره سم د سعودي رسنیو خبر ورکړی چې ددوی ځواکونو هم د حوثي ملیشو پر میشت ځایونو بمبارۍ کړي او د نجران په سیمه کې يې د هغوی مرکزونه په نښه کړي چې له امله یې مقابل اړخ ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

بلخوا د یمن حوثي ملیشو د انځورونو په نشرولو سره ویلي چې د سعودي عسکرو یوه ګزمه یې په نښه کړه او همداسي يې د هغوی پوځي مرکزونه په هاوانونو او میزایلو په نښه کړه چې له امله یې درنه مرګ ژوبله ور واړوله.

باید وویل شي چې پر یمن د سعودي د برید ۳ کاله پوره شول خو لا ددغې جګړې هیڅ پرمختګ نه دی معلوم شوی، امریکا ته د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په خپل سفر کې وویل چې دوی په سعودي کې د دوه حالتونو سره مخ دي چې یو یې خراب او بل یې خراب تر دی.

حوثي ملیشې د جګړې د څلورم کال د پیل په مناسبت د سعودي پلازمینه په بالیستي میزایلونو په نښه کړې وه او ګواښ یې کړی وو چې په ورته میزایلونو به امارات او سعودي بیا بیا په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x