دیني، سیرت او تاریخ

اسلامي نظام او واکمني

په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې دود فردي واکمنۍ بې قیده او له هر څه ازادې وې. د واکمن ژبې د قانون حیثیت درلود او هیڅ شی د واكمن پر وړاندې خنډ او دېوال نه و. د دې ټولواکه (مطلق العنان) واکمنیو په پایله کې د تېریو، ستمونو او بې انصافۍ بازار تود و.

له همدې امله په اروپا کې ددې تېریو او ستمونو پر وړاندې سخت غبرګونونه وښودل شول او “شخصي حکومت” په خپل ځان کې نیمګړی وګڼل شو. پر همدې بنسټ “جمهوریت” د یوې نوې طریقې او كړنلارې په توګه وپېژندل شو او په پایله کې یې په تدریجي توګه د یو کس د واکمنۍ ټغر په بشپړه توګه ټول شو او د هغوی ځایونه جمهوري حکومتونو ونیول.
جمهوریت تردې کچې محبوبیت پیدا کړ، چې په سیاسي نظام کې د عدالت، حق او رښتینتوب ضامن وپېژندل شو. په تېره سپوږمیزه پېړۍ کې د هر هغه خوځښت په اهدافو کې، چې پاڅون یې کړی دی، جمهوریت د “کلمه طیبه” په کچه ځای وموند او داسې انګېرل کېده، چې له جمهوریت پرته سیاست د منلو وړ ندی.
د همدې تبلیغاتي یرغل په پایله کې د اوس وخت ډېرو اسلامي خوځښتونو یوازې دا نه، چې جمهوریت یې د یو مسلم اصل په توګه منلی او لا هم مخکې ځی، بلکې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې د جمهوریت په پښو درول د خپلو کړنو لومړی هدف ګرځولی، خپل خوځښتونه یې د جمهوریت د اصولو په چوکاټ کې ترتیب او ځای کړي دي او دا خبره پر ژبو ډېره ولوېده، چې جمهوریت کټ مټ اسلام دی او اسلام یوازې د جمهوریت ښودنه کړې ده.
کومو خلکو چې محافظه کاري کړې ده او د احتیاط لوری یې نېولی دی، هغوی داسې ویلي، چې مونږ د جمهوریت هغو اړخونو ته چې له اسلامي احکامو سره په ټکر كې دي، غاړه نه ږدو، له همدې امله زمونږ جمهوریت “اسلامی جمهوریت” دی.
دا انګېرنۍ په اوس وخت کې په دومره کچه مشهورې او څرګندې دي، چې له دې ناسمو اندونو سره مخالفت کول له نړۍ سره د مبارزې د لټون او د ټولې نړۍ د لعنتونو، كرکو او تورونو منلو ته غاړه ایښودلو سره سم دی او که چېرې کوم څوک د جمهوریت پر وړاندې له فردي واکمنۍ څخه دفاع وکړي، نو ګوندې په اوسنۍ سیاسی فضا کې د کفري کلمې مرتکب شوی، خو هغه څوک چې څښتن (ج) د دعوت او له دینه د خرافاتو د جدا کولو لپاره د دین د كره كتنې په موخه غوره کړی وي، پر زمانه د تصوراتو له اچول شوی سیوري او د عامه وګړو له غولوونکو شعارونو څخه اغېزمن او مایل کېږی نه، بلكې په هر حالت کې حق د حق په توګه او باطل د باطل په توګه پېژنی.

حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوي هیڅکله د یوې شېبې لپاره هم نده منلې، چې اسلام د جمهوریت غوښتونکی دی یا دا چې جمهوریت کټ مټ اسلام دی، بلکې نوموړي په خپلو ویناوو او لیکنو کې پر جمهوریت نقد کړی او د دین له لیدلوري یې د جمهوریت پر شکونو، څرنګوالی او څېره د “خو” ګوته ایښې ده.
عمومی ذهنونه په دې باور دی، چې د ټولواکۍ (مطلق العنان) پر وړاندې جمهوریت د خلکو لپاره د خپلې عقیدې ازادي او څرګندول منځ ته راوړي او د حکومت واکمن تر داسې شرایطو لاندې راولي، چې په خپل سر ونشی كړای په هر کار لاس پورې کړی او دا چې اسلام په کارونو کې د مشورې دستور ورکړی، نو ځکه یې جمهوریت له مشوره کولو سره په یوه معنا ګرځولی او دې باور ته رسېدلي، چې جمهوریت کټ مټ اسلام دی.
خو خبره داده، چې دا سکالو دومره ساده نده. په حقیقت کې د جمهوریت د نظام د پردې شاته داسې فلسفه نغښتې ده، چې په هیڅ صورت کې له دین سره ورته والی نه لري او د جمهوریت یو اړخ منل هم د سېکولر نظام د منلو په معنا دی. د جمهوریت د لا څرګندوالی لپاره دا مشهوره جمله شتون لري، چې “جمهوریت یعنې د خلکو په وسیله د خلكو لپاره د خلکو حکومت”(1)
پر همدې بنسټ ویلی شو، چې د جمهوریت اصل] چورلیز دادی، چې وګړي پر ټولو واکمن (حاکم اعلی) پېژندل کېږی او اکثریت چې کوم تصمیم ونیسي، هغه واجب العمل او انکار په کې نشي منل کیدای او د همدې اکثریت پر رایه هیڅ ډول قید او شرط نه وي.
د بېلګې په ډول که ولسی جرګه (قوه مقننه – پارلمان) داسې کوم قانون تصویب کړي، چې له قران او د شریعت له احکامو سره په ټکر کې نه وی، نو دلته د دې قانون د پلی کولو دلیل دا ندی، چې له پاسه رالېږل شوی یا د څښتن (ج) امر دی، بلكې دلیل یې دادی، چې اكثریت منلی او که هر کله همدا اکثریت وغواړي، کولی شی هغه فسخ کړی.
د پورته بحث لنډیز دادی، چې جمهوریت د اکثریت په رایه د خدایۍ مقام لری (معاذالله) او د هغې هیڅ ډول تصمیم او حکم نه رد کېږی. پر همدې بنسټ په لویدیځو هېوادونو کې بدترین او سپک قوانین یوازې د اكثریت په رایه یو په بل پسې تصویب شوي او د پلي کېدو په حال کې دی. د زنا او همجنس بازۍ ناوړه اعمال یوازې پر همدې اصل د جواز سند ګرځېدلی او د همدې اندونو کړنلارې نړۍ د اخلاقی فساد پولې ته رسولې.
حكیم الامت په بېلا بېلو ځایونو کې د جمهوریت په دې فلسفه (د اکثریت پر رایه) انتقاد کړی او د هغې بې کفایتي او ناتواني یې څرګنده کړې ده. قرانكریم کې راغلی:
}و ان تطع اکثر من في الارض یضلوك عن سبیل الله}(2ا)
او که متابعت وكړې (ته) د زیاترو د هغو کسانو چې په ځمکه کې دي (له کفارو جهلاو) نو وابه ړوي دوی تا (ای محمده) له لارې د الله تعالی څخه.
له دې نور کوم څرګند ثبوت، چې پر حق د اکثریت رایه غوره وګرځول شي؟ له هغو نظریاتو چې پر نړۍ یې سیوری غوړولی، د مسلمانانو په منځ كې هم دې انګېرنې ځای نېولی، چې د هر لوري چې رایې ډېرې وي، هغه به حق وي. حکیم الامت په ډېرو ځایونو کې په خپلو تالیفاتو او ویناو کې ددې تېروتنې په اړه وګړو ته خبرداری ورکړی دی. په یوه وینا کې وایي:
“نن ورځ یوه هېښوونکې مسئله منځ ته راغلې، ټول دا تصور کوي، چې حق په هغه لوري كې دی، چې ډېری رایې ولري. زما ملګرو! دا خبره تر یوې کچې سمه ده، خو باید په دې پوه شو، چې له رایې څخه موخه د چا رایه ده؟
ایا د دې عوام کالانعام رایه ده؟ که چېرې له دې موخه د دوی رایه وي، نو په کوم دلیل هود (ع) توحید پرېنښود او بت لمانځنه یې غوره نکړه؟ ولې یې په خپل قوم کې د اختلاف د را پیدا کولو تورونه په ځان ومنل؟ دا ځکه چې قوم یې ډېر ناپوه و او د هغوی رایې د ناپوهۍ رایې وې(3)
نو ځکه د اکثریت رایه هیڅکله نشي کولی د حق په څېر معیاري ځای ونیسي، ځکه عوام ډېری ناپوه او یا د لږ پوهې درلودونكي وي.
حکیم الامت په بل ځای کې وایي:
“مولانا محمد حسین الله ابادی سید احمد خان ته وویل: تاسو چې د اكثریت په رایه عمل کوئ، په حقیقت کې تاسو په احمقانه رایه عمل کوئ، ځكه د فطرت قانون داسې دی، چې عاقلان په نړۍ کې کم او ناپوهان زیات دي نو له همدې امله د اکثریت پر رایه د عمل کولو قاعده به د ناپوهۍ (جاهلانه) قضاوت وي(4)
همدا ډول په یو بل ځای کې وایي:
“د احد په غزا کې د هغو پنځوسو نفرو په منځ کې اختلاف را پورته شو، چې د غره د کنډو او درې په منځ کې ځای په ځای شوی وو.
ځینو وویل، چې زمونږ د وروڼو بری په برخه شوی او اوس په دې ځای کې زمونږ د پاتې کېدو اړتیا نه لېدل کېږي او د كومې موخې لپاره چې مونږ پیغمبر (ص) دلته ټاکلي وو، لاس ته راغلې ده، نو ځكه دلته زمونږ د پاتې کېدو امر پای ته رسېدلی.
له دې ځایه اوس زمونږ تلل به د پیغمبر (ص) له مقصد سره مخالفت نه وي.
تر اوسه مو په جګړه کې ګډون نه درلود، خو اوس چې زمونږ وروڼه د کفارو په تعقیب بوخت دي، مونږ هم باید یو کار ترسره کړو او غنیمتونه راټول کړو. ځینو نورو له دې رایې سره مخالفت وکړ او ویې ویل، چې پیغمبر (ص) وویل چې زما له اجازې پرته له خپل ځای څخه حرکت ونه کړئ، نو ځکه مونږ باید د هغه (ص) له اجازې پرته را ټاکلی ځای پرېنږدو، خو لومړۍ ډلې دا رایه ونه منله او هغو څلوېښت کسانو خپل ځای پرېښود او د جګړې د غنایمو په راټولولو بوخت شول. دا د هغوی اجتهادي تېروتنه وه. په هغې ځای کې یوازې له خپل مشر سره لس کسان پاتې شول. په دې پېښه کې د ډېرو رایه په تېروتنه او د لږو رایه په رښتیا او حقیقت ولاړه وه. اوس هغه کسان چې د اكثریت رایه د حق نښه بولي، ورته مناسبه ده چې دې پېښې ته پام وكړي(5)
د لا زياتو څېړلو لپاره حکیم الامت په دې اړه دومره مخکې لاړ دی، چې د اکثریت د رایې د مفکورې درلودونکو ته یې د حضرت ابوبکر صدیق (رض) د کړنې بېلګه وړاندې کړې، چې د رسول الله (ص) له رحلت وروسته څه وخت چې د عرب قبایلو یوې برخې خلكو د زکات له ورکړې انکار وكړ، نوموړی (رض) له دغو خلکو سره د جهاد غوښتونکی شو.
حضرت عمر (رض) هم د نورو په څېر په خپله رایه ټینګار درلود، خو خبره د حضرت ابوبکر (رض) له اند سره سمه ترسره شوه او له عرب قبایلو سره له جهاد وروسته ټولو ومنله، چې سمه رایه هغه وه کومه چې ابوبکر صدیق (رض) وړاندې كړې وه.

حکیم الامت د اکثریت د نظریې پر څرنګوالي د شرعي او عقلي دلایلو په وړاندې کولو سره انتقاد كړی او په ساده تورو یې داسې حقایق وړاندې کړي، چې که هر منځګړی کس د هغې په اړه فکر وكړي، نو همدې پایلې ته به ورسېږي. که څه هم د سیاست د علم ځینې متخصصین، حقیقت لټوونکي او ماهرین د جمهوري نظام خامۍ او زیانونه مني. د “اندمند بورک(6)” په نوم د سیاست د علم پوهاند لیكي:
“د اکثریت رایه منل د فطرت له قانون سره سم کار ندی. ځینې وخت د لږه کیو رایه کولی شی ډېره کلکه او پیاوړې وي او د اکثریت د حرص او هوس په پرتله په دې کې عقلانیت ډېر تر سترګو شي، نو پر همدې بنسټ دا مقوله، چې د منلو وړ رایه د اکثریت رایه ده او باید همدا د اكثریث رایه د قانون بنسټ وګرځول شي، د تدبیر او مفید کېدو له پلوه په هماغه کچه بې ګټې ده لكه څنګه چې د حقانیت له پلوه ده(7)
حکیم الامت په یوه بله وینا کې وایی:
“لومړی د اکثریت د لاسته راوړلو لپاره د ناپوهانو رایې راټولوي او د هغوی ډېروالی یقینا د حماقت په لوري وي. بیا نو خپله رایه په هغوی مني او همدا ډول هغوی ته داسې روزنه ورښیي، چې څه باید ووایی، په هماغه ډول دا کار ترسره کوی لکه څنګه چې وكیل شاهدانو ته ښودنه ورکوی، نو اوس دا اکثریت څه ارزښت لری. (8)
ځینو جمهوریت غوښتونکو کوښښ وكړ، چې د حكیم الامت دې اند ته یوه سرسري انګازه ورکړي او ځینو نورو وویل دا د داسې چا اند دی، چې د سیاست په علم کې هیڅ لاسرسی نه لري. خو حقیقت دادی، چې سره له سیاسته د لرې والي د حکیم الامت لیدلوری د اوسنی وخت په ستونزو کې رښتینی دی. د مأخذ بنسټ یې قران او سنت و او پر پیغمبر (ص) وحې دا پراخ اند او بصیرت وربخښلی و، چې د همغې په وسیله یې دا مسایل په ډېره ساده ګۍ بیان کړي او د دې لامل ګرځېدلي، چې وګړی دا یوه فلسفه او ځانګړی اند وپېژني. دغه تبصرې هم د هغه د همدې پراخ ایماني بصیرت پایلې دي.
له شك پرته چې د سیاست ډګر یې د علمي کړنو اصلي ډګر نه و، خو هغه رښتینتوب او حقیقت چې پر پیغمبر (ص) له وحې لاس ته راځي، رسمي علومو ته اړتیا نه لري. مګر ځینو د سیاست د علم هغو متخصصینو چې له غوغا او شورماشور جوړوونکو پورته دی، په دې یې فکر کړی او ځینې نور هم همدې پایلې ته رسېدلي. دوكتور ابادورای د هند په نیمه وچه کې د خپلو تالیفاتو له امله مشهور دی. هغه د جمهوریت د بریالیتوب د شرایطو له پېژندو وروسته لیکي:
“د جمهوریت تاریخ شاهد دی، چې دا شرایط (هغه شرایط چې د جمهوریت بریالیتوب په هغې پورې تړلی دی) په هېښوونكې توګه بشپړ شوي دي. د عمل له پلوه جمهوریت په اصل كې د ناپوهانو د واکمنۍ په معنا دی، د هغې ټوله پاملره په اندازه کولو او شمېرلو(9) وي، نه پر څرنګوالی(10)
په جمهوریت کې رایې شمېرل کېږی، نه وزن. د هېواد د زیاتو سیمو ډېری وګړی حکومت ته پاملرنه خپله بنسټیزه دنده نه بولي، آن له حکومت سره ښې اړیکې نه لري. هغوی په خپلو کارونو او ژوند بوخت دي. هغه كارونه ترسره کوي، چې د هغوی کسب و کار وي. ځمكه وتره کوي، د تخم دانې کري، لو کوي، محصولات خرڅوي او اصلا فکر نه کوي، چې په حقیقت کې د هېواد واکمن دوی دي. د جمهوریت په نظام کې دا ګواښ شته، هغه ذهنیت چې د هغې په وسیله خلكو د مسئلې حقیقي مفهوم درک کړی دی، د دې پر ځای چې هغه تر شننی لاندې ونیسی او د ټولټاکنو پر وخت د مسایلو د حل او فصل په موخه له هغې كار واخلي، داسې نه کېږی بلكې له همدې امله ډېری وګړی په شعارونو او قومي یا ژبني احساساتو غولېږی. “سر هنری مین” تر دې کچې وایي چې:
“هیڅکله جمهوریت نشي کولای د اکثریت په استازیتوب واکمنی وکړي، ځکه د وګړو لویه ډله د خپلو مشرانو رایه په پام کې نیسي او مني(11)
د مشهور اروپایی فیلسوف او تاریخ پوه د سیاست په علم کې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې:
” د بشر د حقوقو په اړه دا سکالو مسلمه ده، چې ناپوهو وګړو ته دې پوه وګړی لارښوونه وکړي او هغوی دې په نصیحت او نرمۍ یا په تېزۍ او سختۍ په لار برابر کړي او د فطرت له لومړي سره همدا کړنلاره روانه ده او ټولنې په همدې کار خپل چورلیز د بشپړتیا په لور بوولي. د تجربې له پلوه هم که چېرې پام وكړو، نو څرګندېږی، چې په روم او اتن کې ځانګړي وګړي د نظام د چارو چلوونکی وو، نه د نورو هېوادونو په څېر، چې نظامونه یې د وګړو په وسیله په ډېر شورماشور، مجادله او بحث اداره کېږی. دا سکالو تل د یو حقیقت په توګه وه او وی به(12)
ددې بحث د څېړلو لپاره څو مهم موضوعات تر څېړنې لاندې نیسو:
نوربیا. . . .

————-
1- “It is the government of the people by the people for the people”.
2- الانعام: 116
3- فضایل العلم والخشیه، ص 30، معارف حکیم الامت، ص 617.
4- تقلیل الاختلاط مع الانام و معارف حکیم الامت، ص 626.
5- – ذم النسیان، ص 12- معارف حكیم الامت، ص 618.
6- Burke
7- Quoted by A. Appadorai the substance of politees, oxford university press 9th 1961 p. 133.
8- اصلاح المسلمین، چاپ اداره اسلامیات لاهور.
9- Quantity
10- Quality
11- A. Appadorai opcit p. 133.
12- Surely of all “rights of man” this right of the ignorant man to be guided by the wiser to be gently or for cibly held in the true course by him is the inside putablest. Nature herself ordains it from the first society struggles towards erfection by enforcing and accomplishing it more and more….. In rome and attens as else where if you look practical we shall find that it was not by loud vocing and debating of many, but by wise inright and orderin
of a Oea few that the word war done. So is it ever. So will it ever be.

لیکوال: مفتی تقی عثمانی
ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

پورته لیكنه زما د تازه ژباړلی کتاب “د حکیم الامت اشرف علی تهانوي سیاسی اند” برخه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x