fbpx

بګرام: د زندانيانو اعتصاب تر اوونۍ واوښت

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د بګرام زندان په الفا بلاک کې لسګونو زندانيانو له يوې اوونۍ راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د نن ټکی اسیا د سرچينې له قوله زندانیان د زندان د ساتونکو او عسکرو له بد چلنده شکایت کوي او د همدې په غبرګون کې يې اعتصاب کړی دی.

د دوی په وینا د زندانیانو د تداوۍ خیال نه ساتل کېږي، ډول ډول روحي شکنجې ورکول کېږي او ان انساني کرامت يې تر پښو لاندې کېږي.

بګرام چې په تېر کې هم د ورته وحشتونو شاهد پاتې شوی، د محمد اشرف غني له واکمنۍ سره یو ځل بیا له زندانيانو ډک او د تېرو شکنجو تکرار عادي ګرځېدلی دی.

زندانيان وايي یو عادي عسکر د دوی د هر ډول شکنجې او ځورولو صلاحیت لري، خو په مقابل کې يې بیا یوه دانه تابلیت هم په ټول زندان کې نه پیدا کېږي.

دوی پر نړیوالو او هېودانیو بشري بنسټونو غږ کړی چې غږ دې يې واوري او له دوی سره دې د قانون له مخې مناسب چلند وشي.

وړاندې تر دې هم د هېواد په ګوټ – ګوټ کې زندانیانو د شکنجو، ځورونو، برقي شارټونو، د بدن د غړو د غوڅېدلو او روحي شکنجې غږونه پورته کړي، چې تر اوسه يې په اړه مناسب ګام نه دی پورته شوی.

بګرام زندان چې ظاهراً يې واک افغان عسکرو ته ورکړل شوی دی، د زندانیانو په وینا ټول واک د بهرنیانو په لاس کې دی او داخلي عسکر یوازې په شکنجه، ځورولو او وهلو کې د بهرنیانو همکاري کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د