جهاد دامت د وحدت راز‎

لیکنه عزام حقاني

جهاد د اسلام د عظیمو او لویو رکنونو له جملې څخه دی ، چې الله جل جلاله په مسلمانانو باندي لازمي ګرځولی دی ، هیرول او پریښوول یې د لویو لویو بدبختیو اوبدمرغیو سبب ګرځي ، له همدي کبله پروردګار متعال جل وعلی شأنه په مؤمنانو دا فرض کړې چې یوه ټولۍ دمسلمانانو به تر قیامته دجهاد په کولو لګیا وي ، خو کله کله بیا جهاد په ټولو مسلمانانو باندي فرض عین ګرځي چې کله کفار داسلام په خاوره تیری وکړي ، یا یو مسلمانه خور بندی کړي ، یا هم د اسلامي دعاتو او دعوت مانع وګرځي او یا دمسلمانانو مشر او خلیفه جهاد ته وتلو امر وکړي نو په دغو ټولو حالتونو کې جهاد په هر مسلمان ، بالغ ، ازاد وي که غلام او جوړ باندي نر وي او که ښځه فرض عین دی چې دخپل وس او توان مطابق به د دښمن په وړاندي دریږی.

که موږ داسلام تاریخ ته نظر وکړو دا به راته معلومه شي چې مسلمانانو دجهاد په برکت سره یو لویه امپراطوري جوړه کړې وه ، او تر هغه وخت چې کله یې د جهاد طوغ اوچت نیولی وو د نړۍ پر مخ یو ځواک او طاقت وو.

خو کله چې یې داسلام او اسلامي دولت دغه مهم سیاسي او تحفظي رکن ته شا کړه نو دټولو بدبختیو دروازې پرې راخلاصي شوې چې له امله یې هغه لویه امپراطوري یوازي دتاریخ یو باب او څپرکی شو او په لنډ وخت کې له منځه ولاړه چې اسباب یې خپله مسلمانانو تیارکړي وو .

نو ویلای شو چې جهاد دمسلمانانو هغه بې جوړې وسله ده چې دټولو بدمرغیو اوستونزو اساسي حل ده ، او دخپل له لاسه تللي اقتدار او عظمت یوازنی سبب ده ، او دمسلمانانو داتحاد او وحدت یوازنۍ حل لاره او فرمول ده ، چې په دي سره پاشل شوي قومونه ډیر ژر راټولیږي .

الله جل جلاله هر ساکښ لره دځان دحفاظت لپاره لاري او ګودري ښودلې دي ، نو که همغه ساکښونکی له ورښوول شویو لارو او طریقو پرته بله لاره انتخاب او دځان دحفاظت لپاره غوره کړي نو خامخا به د دښمنانو په پنجو او دام کې لویږي.

همداسي یې مسلمانانو ته هم د خپل نفس، عزت ، مال او دولت دحفاظت او د دښمنانو له فریبونو او حملو څخه د نجات لار او طریقه ډیره واضحه بیان کړې او په ښکاره یې ورته ویلي په همدغه کې مو نجات ، عزت او سرلوړي ده چې هغه دالله جل جلاله په لار کې په سر ، مال او ژبه سره جهاد کول دی .

خو که تاسو په نورو لارو کې دځان نجات لټوی هلاک او له منځه به یوړول شئ.

هو ! موږ هغه وخت له سقوط سره مخ شوو چې دالله جل جلاله او سنت نبوي صلی الله علیه وسلم اطاعت مو پریښود ، هغه څه مو کول چې هلاکت به له ورایه پکي معلومیدی.

او هغه وخت لا زیات خوار او په بلا ککړ شوو چې دخپل رنځ علاج مو له دښمن څخه وغوښت ، له غلیمه مو دخیر طمعه وکړه او د ورور په دښمني کې مو دخپل سر او دین دښمن ته د دوستۍ لاس ورکړ .

موږ دسترو سترو فجایعو او پیښو برخلیک لیدلی چې کله په مسلمانانو کې ځانځاني، بې اتفاقي، بې دیني، او دخپل ورور په مقابل کې له دښمن سره په څنګ کې دریدل شروع شول.

بیا یادونه کوم چې جهاد هغه اسلامي، سیاسي رکن دی چې په اساس او اعلان سره یې همدغه په مشکلاتو کې راګیر او محکوم امت یو ځای کیدای او خلاصون پیداکوی شي ځکه زموږ روښانه تاریخ موږ ته ښودلې چې دمسلمانانو د اتحاد او یووالي سمبول داسلامي جهاد په اعلان کې ده.

په اخیر کې وایم چې دا امت به تلپاتي وي ، بالاخره به خپل مسؤلیت او رول ادا کوي له دي ویده خوب او غفلت څخه به را پورته کیږي ، او الله دین به دالله په ځمکه خوروي ځکه چې دا زموږ عقیده ده چې آخیري بری به د اسلام وي .

وما ذالک علی الله بعزیز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د