دلبنان حکومت ونړید

(نن ټکی اسیا) دلبنان دکابینې دیوولسو وزیرانو داستعفا په ورکولو سره دلبنان حکومت ونړید

دلبنان حکومت په داسی حا ل کې سقوط وکړ چې لومړی وزیر سعد الحریري په امریکا کې په لیدنو کتنو بوخت دي .

ترلاسه شوي خبرونه وایی چې سعد حریري خپل سفر نیمګړي پرې ایښې او بیرته دخپل هیواد لبنان په لور راګرځیدلي دی.

 

نوموړي به لبنان ته له رارسیدو سره سم دستی دهیواد له جمهور رئیس میشل سلیمان سره وګوري .

دکابینې مستعفی وزیران ډیر دحزب الله دډلې مربوط او حامیان دی ،ددوي داستعفا او اعتراض دلیل دا ښودل شوي چی نړیوالې محکمې دلبنان دپخوانی لومړی وزیر رفیق حریري دترور په قضیه کې وروسته له تحقیقاتو دا په ډاګه کړې چې دحزب الله ډله دنوموړي په وژلو کې په لاس لرو متهمه کړي.

نړیوالې محکمې ځیني داسی لاسوندونه   ترلاسه کړي چی له مخې به یې دحزب الله دډلې ځیني کسان محکمې ته دیادې قضیې په تور را احضار کړي .

دحزب الله دډلې مشر حسن نصر الله په لوړ پوړو چارواکو او دلبنان پر خلګو ږغ کړی چی له دې محکمې سره دي مرسته نه کوی او خبرداری یې ورکړ چې که دډلې ځیني کسان یې په دې تور متهم شی کرار او پټه خوله به نه کښیني .

رفیق حریری په کال ۲۰۰۵ کې په یوه پلان شوي حادثه کې په بیروت کې ووژل شو.

احمدبریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.