نړۍ

عراق: د اسلامي دولت ځواکونه تر صلاح الدين او کرکوک سيمو ورسيدل

نن ټکی اسيا: د عربي رسنيو له قوله، د عراق له الصينيه، سليمان بيک، کرکوک، العباسية او صلاح الدين سيمو څخه د عراقي ځواکونو له وتلو وروسته د دولة العراق والشام اسلامپالو جنګياليو نوموړې سيمې په مکمله توګه نيولي دي.

د راپور د ليکلو تر وخته د عراقي عسکرو او دولة العراق والشام ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده. د دې تر څنګ يو شمېر نورې سيمې هم د حکومت له واکه په وتو دي. د بصرې ولايتي چارواکو له حکومته غوښتنه کړې، چې که ژر تر ژره يې بېړنۍ مرستې راونه رسولې، نو بصره به د عراق او شام اسلامي دولت ونيسي.

په عين حال کې د عراق لومړي وزير نوري المالکي وايي، چې که عراقي پوځ د اسلامپالو مقابله ونه شوه کړای، نو ولس ته به وسلې ورکړي او اسلامي دولت سره به خپله مبارزه پيل کړي.

د عراق واليان او چارواکي پر لومړي وزير تور لګوي، چې د نوموړي د نا اهلۍ له امله دغه سيمې د عراق اسلامي دولت تر کنټرول لاندې راغلې او که نور المالکي خپلو تېروتنو ته متوجه نشو، نو ډېر ژر به پاتې سيمې هم د عراق او شام اسلامي دولت ونيسي.

عربي رسنيو پرون سه شنبه خبر ورکړی و، چې نينوي ولايت د عراق او شام اسلامي دولت تر کنټرول لاندې راغلي دي.

له دې نژدې شپږ مياشتې د عراق الانبار ايالت هم د عراق او شام اسلامي دولت تر کنټرول لاندې و او د نوموړي دولت د واک سيمه ورځ تر بلې پراخيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x