د اسلام له نظره د ماشومانو حقونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

اسلام هغه دین دی، چې د بشریت له پاره، د ټولو اړخونو ( ابعادو ) لرونکی دی او د بشر د ټول ژوند له پاره پروګرام لري.

د انسان د ژوند پروګرام دومره باوري دی، چې امکان  نه لري، څوک دې د اسلام دین ومني او ټول حکمونه دې یې پرځان باندې پلي او عملي کړي او په پای کې زیان وویني.

په ډېری اسلامي کتابونو کې راغلي دي، چې له ماشومانو او خپلې کورنۍ سره څه ډول چلند وکړئ او څه وکړئ، چې د الله (ج) د خوښۍ او ستاسو د ژغورنې سبب شي.

په اسلام کې د ماشوم له پایښت څخه د هغه ښه او غوره روزنه داده، چې د هغه له پاره ښه او مناسبه مور وټاکئ. په حقیقت کې ښځه باید د اسلام د دین په وسله باندې سمباله وي، ظاهري ښکلا ولري او د غوره اخلاقو خاونده واوسي.

ښه نوم وټاکئ:

په اسلام کې په دې باندې ډېر زیات ټینګار شوی دی، چې د ماشوم نوم مو باید ښکلی وي او د هغو نومونو له ایښودلو څخه په کلکه ډډه وکړئ، کوم چې بده مانا ورکوي، ترڅو د ماشوم د شرمنده ګۍ سبب نه شي.

د مور د حقونو مراعاتول هم ډېر زیات ارزښت لري او نه دا چې د ماشوم له زېږون څخه وروسته، د ماشوم مور خوشې او هېره یې کړئ.

د ژوند مهارتونه:

باید ماشوم ته هغه درسونه ور زده کړو، کومو ته چې اړتیا لري، لکه: قرآن عظیم الشان، لامبو، په اوسني وخت کې د ورځې علمونه او بهرنۍ ژبې.

د ادب زده کړه:

د ادب په څېر بل هېڅ ارزښتمن میراث شتون نه لري او کوم ماشوم چې له پیله ادب زده نه کړي، نو په غټوالي کې به له ډېرو زیاتو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي، لکه: انزوا یانې ګوښه ناستی.

هغه ته حلال خواړه ورکړئ:

باید خپل اولاد ته حلاله روزي ورکړئ، ترڅو له سمې لارې څخه کوږ نه شي او د حرامو په خوړلو سره وده ونه کړي.

د مناسبې دندې موندنه:

هغه ته باید سمه او مناسبه دنده پیدا کړئ، ترڅو له مالي پلوه خپلواک شي او وکولای شي، چې د ځان او خپلې کورنۍ د هوساینې او نېکمرغۍ له پاره، یوه غوره وسیله شي.

واده:

د هغه له پاره د واده شرایط برابر کړئ، ترڅو جسمي او روحي غریزې او اړتیاوې یې پر وخت پوره شي او البته هڅه وکړئ، چې د هغه له پاره د مېرمنې په ټاکنه کې مشوره وکړئ، ترڅو تېروتنه ونه کړئ او د اولاد ژوند مو له جدایۍ سره مخامخ نه شي، په دې هیله، چې د اسلام ښوونځی په ښه توګه درک کړو، ترڅو رښتینې نېکمرغۍ ته ورسېږو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د