
مه خفه کېږه او د نېکمرغۍ دغه ۱۵ قاعدې ولوله !
جُنيد مبارز
۱_ کله چي ته نسې کولای د خپلي ورځي په حدودو کي ژوند وکړې، نو ذهن به دي ګډوډ او کارونه به دي تیت او پرک سي.
۲_ ماضي (تېره زمانه) هېره کړه، ځکه چي د ماضي سره زړه تړل لېونتوب دی.
۳_ له مستقبل (راتلونکي) سره هم زړه مه تړه ځکه هغه لا راغلې نه ده.
۴_ له نیوکو څخه مه وېرېږه، ځکه نیوکي ستا ارزښت خوندي ساتي.
۵_ په الله تعالی ایمان لره او نیکي کړني کوه.
۶_ د الله تعالی ذکر وکړه چي په همدې سره زړه ته ډاډ رسیږي.
۷_ هر څه ته د قضا او قدر له نظره ګوره.
۸_ له چا څخه د منني انتظار مه کوه.
۹_ د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړه.
۱۰_ هغه څه چي ستا په واک کي دي په همهغه کي ستا خیر دی.
۱۱_ د مسلمان لپاره په هر ډول قضاوت کي خیر وي.
۱۲_ څه چي ستا په واک کي دي، ته په هغه سره له ډېرو څخه غوره یې.
۱۳_ په نعمتونو کي فکر وکړه او شکر وباسه.
۱۴_ شېبه په شېبه د خوښۍ احساس کوه.
۱۵_ د میصبتونو په وخت کي دعاء قبلیږي.