fbpx

د مور وروستی درس

ژباړه: غنچه ګل ارمان

يوه کونډه ښځه وه چې د ځان او وړو بچيانو د ساتنې ټول مسؤوليت يې پر غاړې وو. له بچيانو سره يې له مينې او زړه سوي ډک چلن کاوو. ډېره مؤمنه، زيارکښه او صبرناکه ښځه وه. د بچيانو د ښې پالنې او روزنې له پاره به يې تر وسه، وسه زيار اېست او نور يې ځان خدای ته سپاره.

دا له خپلو بچيانو سره د غريبۍ په يوې جونګړې کې اوسېدله. د نوي کور د جوړولو وس يې نه وو، مګر وخت په وخت به يې پر هماغه زاړه کور ګوتې وهلې، اخېړ به يې ورکاوو، او لويدلي ځايونه به يې پکې رغول. له شپو نه يوه شپه وه چې بچيان يې په ژور خوب ويده وو چې يو زورور جکړ راغی. د باد او باران له زوره يې د غريبۍ دغه جونګړه په ښورېدو شوه. نږدې وو چې د کور ستنې، تيران او لاړي يې مات شي او پر بچيانو يې راولويږي. دې چې وليدل چې نور يې څه په وس کې نه شته، نو د خپلو بچيانو له وېرې ويښه کښېناسته او بچيان يې خپلې غېږې ته رانږدې کړل چې ساړه يې و نه شي.
بيا يې پر يوه کاغذ څه شی وليکل او د خپلو بچيانو له سترګو لرې يې د دېوال په يوه وَتْ کې کېښودل. دې فکر کاوو چې کوچنيان ويده دي، مګر يوه زوی يې د سترګو له کونجونو وليده چې د دېوال په وت کې يې کاغذ کېښود.

باد او باران په خير تېر شول. په دې کې ورځې او شپې ووتې او کلونه تېر شول. بچيان يې غټ شول، تعليم يې وکړ، په کارونو شول، په ښار کې يې کور واخيست او له خپلې مور سره يو ځای ور کډه شول.

مور يې يو کال ور سره وه، او نور يې پور پرې کړ. د وير درې ورځې چې تېرې شوې، بچيان يې سره کښېناستل او د خپلې مور يادونه يې سره تازه کول. په دې کې مشر ورور ته هغه د پخواني کور د سخت جکړ شپه ور ياده شوه. نورو وروڼو ته يې د هغې شپې کيسه وکړه چې مور يې هغه شپه د دېوال په وت کې يو کاغذ ايښی وو. هماغه وو چې ټول په منډه لاړل او چې کور ته ورسېدل، مشر ورور يې هغه تيږه را لرې کړه او هغه کاغذ يې راواخيست. د کاغذ له را اخيستو سره د کوټې دېوالونه په ښورېدو شول. دوی په منډه له کوټې ووتل. د دوی له وتلو سره کوټه راولوېده. له لږې چوپتيا وروسته يې په داسې حال کې چې رنګونه يې الوتي وو، شکرونه اېستل او ويل يې چې ښه ده چې خدای له غټه غمه وساتلو.

په دې کې يې يوه خپل مشر ورور ته وويل چې هغه پاڼه در سره ده؟

هغه وويل چې هو.

چې پاڼه يې خلاصه کړه، ګوري چې پرې ليکل شوي وو: “ټينګ شه په امر د خدای”. دا يې هغه د جکړ په شپې خپل غورځيدونکي کور ته ليکلي وو.

دا يې د مور وروستی درس وو چې خپلو بچيانو ته يې له مرګه وروسته ورکړ چې سړی بايد په کړکېچنو حالاتو ځان خدای ته وسپاري.

درس:

ژوند د لوړو او ژورو، جګېدنو او غورځېدنو ، او خوښيو او غمونو نوم دی. په ژوند کې سوکالۍ او پراخۍ هم راځي او ستونزې او تنګسې هم. سړی بايد د تنګسو او ستونزو پر وخت خپله ټوله بندګي وسه وکړي، او نور ځان په خدای وسپاري. انسان بايد نه د توکل په نامه له انساني هڅې لاس پر سر شي، او نه بايد يوازې پر اسبابو تکيه وکړي. بلکې بايد خپل ټول چمتووالی ونيسي، او له هغې وروسته يې خدای تعالیٰ ته پريږدي. که څوک په ژوند کې دا خپل عادت وګرځوي، ان شاءالله چې الله به يې نهيلی نه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د