شعـــــرونه

شهید جومات …!! / کوچی

مظلوم کوچي

زما دچم هره کوڅه شهیده
جومات شهیداو مدرسه شهیده

پکي محفوظ ستامبارک کلام وو
یاربه شوه هغه سینه شهیده

ماشوم بچی د دهشتګر په نامه
دالقاعده په تور قاعده شهیده

هغه ګلاب هغه وړوکی طالب
دګراني مور دزړه ټوټه شهیده

امام ممبر دواړه په وینو رنګ وو
هم د جومات وه میناره شهیده

هره غزل په وینو رنګ “مظلومه”
ځکه قلم او کتابچه شهیده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x