افغانستان

کندهار: ميوند کې نفوذي عسکر خپل شپږ همکاران وژلي

نن ټکی اسيا: کندهار ولايت څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې نن چهار شنبه سهار وختي د ميوند ولسوالۍ سهيم سيمې، هلمند ولايت ته په غزيدلي سرک لشکرګاه دوه لارې سره د ملي اردو يو عسکر خپل شپږ همکاران وژلي او په تېښته بريالی شوی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې،چې نوموړی بريدګر د دوی نفوذي ملګری و او د خپلو شپږو ملګرو له وژلو وروسته يې يو رينجر،يوه پيکا او يو راکټ لانچر سره د طالبانو تر مرکزه ځان رسولی دی.

د يادونې وړ ده، چې دې وروستيو کې د نفوذي عسکرو د بريدونو پېښې ډېرې شوي او له همدې امله ملي اردو، پوليس او اربکيانو کې د خپل منځي باور فضا خړه پړه او د نشت برابر ده.

 

څو ورځې مخکې هم کندهار ولايت خاکريز ولسوالۍ کې يو نفوذي عسکر خپل اووه ملګري وژلي او د طالبانو ليکو ته يې ځان رسولی و.
له دې وړاندې د هلمند سنګين ولسوالۍ کې دوه عسکرو د خپل قومندان په ګډون د ملي اردو درې سرتيري وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x