fbpx

ډېر فکر مه کوه / حامد افغان

حامد افغان

ډاکټر صاحب ګیلاس شاګردانو ته پورته کړ او هغوی یې وپوښتل: دا ګیلاس څومره وزن لري؟ هغوی هر چا له خپلو اټکلونو سره سم د ګیلاس وزن د 100 او 300 ګرامه شاوخوا وښود، ارواپوهـ ډاکټر صاحب زیاته کړه: خبره د ګیلاس له وزن سره دومره زیاته اړیکه نه لري، اصلاً خبره د هغه وخت له څومره والي سره تړاو لري څومره موده چې موږ دا ګیلاس په لاس کې نیولی وي.

د مثال په توګه که دا ګیلاس یوه دقیقه په لاس کې ونیسو ستونزه او مشکل نشته، که یې یو ساعت په لاس کې ونیسو لاس مو ستړی کوي او دردوي او که پوره ورځ یې په لاس کې ونیسو نو لاس به مو لکه فلج داسې وګرځي. زموږ د لاس په لیږ او ډېر درد کې د ګیلاس وزن اغېز نه ده کړی بلکي اصلي مشکل په هغه وخت پوري تړلی څومره چې هغه زیاتیده هغومره یې بوج، ستړیا او دردونه زیاتول.

د ژوند غمونه، اندېښنې او ستونزي کټمټ لکه همدا ګیلاس داسې دي، که په اړه یې لیږ فکر وکړې ستونزه نشته خیر او خیرت به وي، که په اړه یې سوچ او فکر زیات کړې نو د فکر او سوچ د ماشین (ذهن) په ستړي کولو او دردولو به پیل وکړي، او که ټوله ورځ د ژوند د ستونزو او غمونو په اړه سوچونه او فکرونه کوې د فکر ماشین (ذهن) به دي د ډېر چلاو او حرکت لامله لکه فلج او شل داسې شي او له کاره به ولویږي، نو دا د غمونو او دردونو ډک ګیلاس کیږده، ډېر سوچونه او فکرونه مه کوه، او له ژونده خوند واخله

د قرانکریم لاندې توصیه راښیي چې هر شي کې مشورې وروسته په الله توکل کوه او الله د توکلیانو ملګری دی: او هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي؛ نو پر الله توكُل وکړه. د الله هغه خلك خوښیږي چي د هماغه په ډاډينه كار كوي. وَشَاوِرْهُمْ فِى الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د