شعـــــرونه

( دګوهر وزرې)

باګرام زندان کې لیکل شوې منظومه

شاعر : مولوي عبدالله مختار حسیني

دلته په وینو باندې سرې دي د کوتر وزرې
دلته په لومو بسته شوې د هنر وزرې

دلته ګلانو کډه کړې ده ازغي دېره دي
ځکه بورا دي تویې کړې په کمر وزرې

بلبل ګلپاڼې په چمن کې لولپه ولیدې
مجبور په غرو کې غوړولې په نښتر وزرې

دلته چا خړه کړه هنداره مو د ښکلو هیلو
خورې کړې دلته د غمونو سمندر وزرې

لکن څو ستوري د ارمان اسمان کې وځلېدل
الهام یې راکړ چې سپړیږي د سحر وزرې

زر ده شاهین مو چې پرواز آن تر قفقازه وکړې
نن یې الوت کړي په تور غر او په سپین غر وزرې

نږدې چې بیا په وچو شونډو موسکا وسپړوي
له سرو لاسو سره سپړیږي د اختر وزرې

دېره د اوښکو قافلې مو د ګریوان په کلي
زرده ښکلا او رانجه راوړي د نظر وزرې

دلته (مختار) په تورتمو کې سباوون ته څاري
ځکه قلم یې دي بیا کړي د ګوهر وزرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x