روغتیا

هندوانه وخورئ او له یو شمېر ناروغیو سره مخه ښه وکړئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ وری، ۱۴۰۰ل): هندوانه د ګرمئ موسم مېوه ده، چې په عام ډول د ګرمۍ ختمولو او په بدن کې د اوبو زیاتولو لپاره استعمالیږي، خو سربېره پر دې هندوانه د یو شمېر ناروغیو مخه هم نیسي.

د روغتیا ژورنال (هیلت لائن) د راپور پر اساس په هندوانه کې ۹۲ سلنه اوبه شتون لري چې د انسان روغتیا لپاره تر ټولو ښه خواړه دي، همدا ډول د هندوانې په یوه ګیلاس شربت کې ۴۶ سلنه کیلوریز او د ویټامین C او ویټامین A مادې هم په پراخه ډول شتون لري.

هندوانه په هیڅ ډول بد اغیز نه کوي، بلکې برعکس ددې یو شمېر روغتیایي ګټې دي چې په لاندې ډول دي:

د بدن اوبه او نمکیات کنټرول ساتي

لومړی باید وویل شي چې هندوانه د ګرمۍ موسم مېوه ده، او په ګرمۍ کې د انسان له بدن څخه اوبه او نمکیات زیات خارجیږي، چې تنده هم محسوسیږي او کمزوري هم، د روغتیا متخصصین وایي، هندوانه کې داسې اجزا موجود دي چې نه یوازې د ګرمۍ په ختمولو کې مرسته کوي بلکې په بدن کې د اوبو نمکیات (مالګې) سطحه هم کنټرول ساتي.

د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي

د یو شمېر څیړنو وروسته معلومه شوې ده چې په هندوانه کې د سرطان راپیدا کولو ماده (لایکوپين) مخنیوي اجزا موندل کیږي، یعنې هندوانه پخپل ترکیب کې لایکو پین ماده لري کومه چې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

د زړه ناروغیو لپاره ګټوره ده

هندوانه د زړه ناروغیو د خطراتو څخه ساتنه کوي، په دې کې شته مادې لکه ویټامین A-C-B6 منرالونه او لایکوپين اجزا نه یوازې د سرطان او هاضمي سیستم ښه کولو کې مرسته کوي، بلکې د زړه ناروغیو لپاره هم ډېره ګټوره ده.

ځیګر او پښتورګو لپاره هم ګټوره ده

هندوانه د تشو متیازو روانول ښه کوي، زیاتره د ځیګر او پښتورګو ناروغان د تشو متیازو روانۍ څخه کړیږي، ددې لپاره هندوانه غوره خواړه دي چې د متیازو رواني ښه کوي او پښتورګي صفا کوي، چې هیڅ ډوله فشار نه محسوسیږي، همدا ډول دغه میوه له بدن څخه په امونیا ویستلو کې هم مرسته کوي، امونیا د نایتروجن او هایدروجن یو مرکب دی چې د بې رنګه غاز په شکل وي، په بدن کې د امونیا شتون پر پښتورګو فشار راولي.

ویښتان او پوستکی ښایسته کوي

په هندوانه کې اکسائیډ ضد ماده شتون لري، چې د لمر وړانګو زیان مخنیوی کوي، زیات لمر د انسان پوستکی توروي او ویښتان یې ژیړوي، په هندوانه کې ویټامین A  او C ماده د بدن پوستکی او ویښتانو ښه ساتلو کې مرسته کوي.

همدا ډول هندوانه هډوکی قوي کوي، د ویني لوړ فشار او غوړ کموي، انرژي تولیدوي او د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx