
د سولې شورا: که طالبان سوله وکړي؛ د بهرنيانو د وتلو مهالوېش به جوړ کړل شي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي که طالبان له حکومت سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړي، وروسته به د بهرنیانو د وتلو مهالوېش جوړ کړل شي.
د دې شورا وياند سید احسان طاهري طلوع نیوز ته ويلي، دا ښکاره خبره ده، چې هیڅوک هم نه غواړي د بهرنیانو امنیت وساتي، خو په وينا يې که طالبان سوله وکړي دوی به بهرنيان د وتلو مهالوېش جوړولو ته قانع کړي.
د شنونکو په باور د سولې شورا له لوري دا ډول وړانديز د دوی تر صلاحیت پورته خبره ده.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو د خپلو وتلو د مهالوېش په اړه څه نه دي ويلي، خو د امریکا د نوې جنګي ستراتېژۍ د تطبیق ټینګار يې پرلپسې کړی دی.
طالبانو لا هم د کابل پروسې د ناستې په اړه حکومت ته کوم ځواب نه دی ورکړی، خو د یادې ناستې سره هم مهاله يې امریکا کانګریس ته په لیکلي لیک کې مشوره ورکړې وه، چې د ځواکونو پر وتلو دې غور وکړي.
په ورته وخت کې وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی چې امریکا له سعودي سره هوکړې ته رسېدلې، چې د افغان سولې په پروسه کې دخیل شي.
د سرچينې په وینا سعودي شهزاده منلې چې د افغان سولې په برخه کې به هڅې کوي، د ورځپاڼې په باور په همدې مناسبت د مارچ په ۲۳مه، سعودي چارواکو، اماراتي چارواکو او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره کتلي دي.
سولې شورا په داسې حال کې پورته څرګندونې کړې، چې ګډ حکومت لا هم له حزب اسلامي سره د شوي تفاهم لیک په تطبیق کې پاتې بلل کېږي.