افغانستان

د ټاکنو کميسيون: د راتلونکې تلې په ۲۸مه نېټه ټاکنې ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د تلې ۲۸مه نېټه د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو  نېټه اعلان کړه.

د دغه کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع نن په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې د رايو ورکوونکو د نومونو ثبتول به د وري مياشتې په پنځه ویشتمه پيل شي او له هغې وروسته به د کانديدانو نوم ليکنه پيل شي.

د عبدالبديع په خبره راتلونکې ټاکنې به د بايو مټريک پر سسټم د برېښنايي تذکرو په مرسته ترسره کيږي.

ټاکل شوې وه، چې دغه ټاکنې د سرطان په شپاړسمه ترسره شي، خو د کميسيون مشر وايي، چې د امنيتي دلايلو او بوديجې د کموالي له امله پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو ټاکنې درې مياشتې وځنډول شوې او د تلې په اته ويشتمه به ترسره شي.

د کميسيون مشر همداراز زياته کړه، چې د کانديدانو په اړه د شکايتونو او د هغوی د لیستونو تيارول به ۳۳ ورځې وخت ته اړتيا ولري.

د ټاکنو بيا بيا ځنډولو سره د ملي شورا وکيلانو او سياسي ګوندونو پر حکومت سختې نيوکې پيل کړي او ټينګار يې کړی، چې نور په دې اړه د حکومت ناغېړي نشي زغملی.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي تېره ورځ د جرګې عمومي غونډې ته وويل، چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو هوډ او وړتيا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x