نظــر

د هلمند او کابل پرلت؛ که طالب ضد پاڅون

عبدالله افغان

په افغان ټولنه کې د امریکا تر حملې وروسته تر ټولو لومړی زموږ تاريخې لویه جرګه د خلکو په نظر کې بې واکه او بې خونده شوه، ځکه د اضطراري لویې جرګې اجنډا د امریکا سفارت او یوناما د خارجي کارکوونکو لخوا جوړیدله. یو په بل پسې لویې جرګې چې وشوې، په یوه کې یې د غرب څخه را نقل شوی او کاپي شوی اساسي قانون او بالاخره په وروستۍ عنعنوي لویه جرګه کې د امریکا سره د افغانستان د امنیتې تړون مرتبط مسایل او حضرت صبغت الله ګواښ وکړ، که له امریکا سره قرارداد ونه شي، کوم لویدیځ هیواد ته هجرت کوي.

د پاڅونوالو د میړاني او شجاعت ښایسته نوم د غزني د اندړو او کنړ ولایتونو څخه را پېل، کندهار ، پکتیکا او نورو ولایتونو کې خلک را پورته شول، بالاخره څرګنده شوه چې د ملي امنیت پخواني رېیس اسدالله خالد تر مشرې لاندي د امریکا پروژه وه، تر څو د طالبانو مقابل کې د ولسي پاڅون په نوم افغانان وجنګیږي، بالاخره پېل شوی ولسي پاڅون په اربکیزم بدل او نن د اربکیزم له شره ډیر افغانان په نا امنه سېمو کې سر ټکوي.

د داعش په نوم وسلوالو شروع له طالبانو وکړه، او د طالبانو سره د ارتباط په نوم یې سپين ژیرې کلیوال په ماینونو والوزول.

د سولې په برخه کې په وروسته وخت کې هڅې ګړندۍ او غښتلي شوې، د کابل پروسې تر غونډې مخکي د ۷۰۰ علماوو ناسته د کابل کانټیننټل په هوټل کې را غوښتل شوی وه، زیات پکې دولت ته منصوب او یا متلزم علماء و، بالاخره په ارګ کې یوه لونګۍ او هر یوه ته یې تقریباً د لس زره افغانیو پاکټ ورکول شو.

د مدنې ټولنو فعالین د سولې په نوم غونډو ته وغوښتل شول، د هغوی څخه وغوښتل شول چې سولې اړوند د حکومت د تګلارې ملاتړ وکړي.

په وروسته وخت کې داسي راپور نشر شو چې په کابل کې په کور ناست طالبانو ته ګوت څنډنه شوي که د افغان حکومت د سولې تګلارې ملاتړ ونه کړي، دوی ته به ستونزې پیدا شي.

تمه کیده چې په اندونیزیا کې د مارچ میاشت په نیمایې کې د علماوو ناسته وشي، د افغانستان د جګړې د جواز ، ګټې او نقصان په اړه به د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماء پریکړې کوي. د ناڅرګند دلیل له مخې هغه غونډه تر دي وخته نه ده شوې.

په کراچۍ کې د پښتون نقیب الله مسید تر وژنې وروسته؛ پاکستان کې د پښتون بیدارۍ حرکت پېل، په اسلام اباد کې یې پرلټ وکړ، ژوب او کوټې ته ورسیدل، د منظور پښتين خولۍ د پښتون بیدارۍ سمبول شوه. ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې د پښتنو د ويښتابه څخه ننګه وکړه، د نقیب الله مسید او نورو پښتنو وژنه یې وغندله.

دوه جلا ډلې وي چې د منظور پښتين د ملاتړ اواز یې له کابل څخه اوچت کړی، یوه پکې دولتې ډله وه چې د حضوري چمن څنګ ته یې خېمه ووهله، په خبرو او څرګندونو کې یې د حکومت او طالبانو اړوند یوه ژبه نه لېدل کېده، د طالبانو اړوند یې څرګندونې سختې وي، او تر ډیره پکې د حکومت لپاره د کمپاین مشهورې څیري وي. چې یادو کسانو هر وخت په یو او بل نوم د افغان حکومت څخه امتیازات تر لاسه کړي، خپل فکر او قلم یې د پیسو په مقابل کې کارولی او خرڅ کړی، د سرخط اخبار مشران او د محور اخبار مشران پکې سر لاري وو.

دوی د چمن حضوري په سېمه کې د چرسو د خرڅونکو کاروبار ته زیان ورساوو، چرسیانو ددې لپاره چې دا خېمه ټوله شي، هلته ماین پټ او بیا پکې د یو سپيڅلي ارمان نا خبره ځوان شهید زاهدالدین شهید شو.

بله ډلې په اصلي ډول غوښتل د حکومت له دخالت پرته په کابل کې د منظور پښتین ملاتړ وکړي، د دوی هدف او هوډ داسي وو چې د پښتون وژنې اصلي مرکزونه په نښه او د هغوی څخه د افغان وژنې د دریدو غوښتنه وشي، همدې ډلې باور درلود چې د ډیورنډ دواړو لورو ته د پښتون وژنې طرح د پنجاب او امریکا لخوا پلې کیږي.

ډیرو تمه لرله چې د کابل پرلټ کې به تر ټولو لومړی د پښتنو سر سخت ملاتړي پوهاند محمد اسماعیل یون او دکتور فیض محمد ځلاند، او د پښتون ټولنو نور غړي ناست وي، دوی ونه لیدل شوو، دوی چیرته دي، ولي دغه پرلټ کې ونه لیدل شول. ښکاري چې د کابل پرلت تر شا نورې موخې وي.

د هلمند پرلت ته هیلې وي، تمې وي، ښه ابتکار وو، په لومړي ورځ یې غوښتنې یو طرفه او په یو خاص طرف د فشار په بڼه وي ، په دوېمه ورځ یې غبرګون یو طرفه او ښځې پکې ورګډې شوې، کله چې طالبانو غبرګون وښود، دوی خپلې څرګندونې او غوښتنې اصلاح کړي.

دوه هفتې مخکې؛ افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیانو عمومي قومندان نیکولسن وویل: موږ به په طالبانو سیاسي، ډیپلوماټیک، ولسي فشار او د علماوو فشار راوړو، تر څو هغوی منزوي شي، نیکولسن وویل چې په اندونیزیا کې به علما د طالبانو څخه د جګړې د مشروعیت دلیل واخلي، بیا به طالبان خلکو ته د جګړې د مشروعیت او جهاد دلیل ونه لري.

د هلمند پرلت کې ناست زیات کسان داسي دي چې هغوی د دولت له ولایتي ادارې سره نږدیوالی لري، له دي مخکې په دولت پلوه غونډو کې لیدل شوی. که د کابل او هلمند د پرلټ د ځینو مشهورو ناستو کسانو د فیسبوک پاڼې وکتل شي، هغه کسان دي چې طالب ضد افراطي نظر لري او د امریکا د ګټو لپاره یې خپلې ژبې، قلمونه او فکرونه استعمال کړي.

د هلمند د پرلت تر شا پرته له شک څخه د امریکا ملاتړ دی، پرلټ کوونکو د افغانستان د حکومت په اجازه او پلان دا کار کړی، او کیدای شي دغه لړي ځینو نورو ولایتونو ته هم وغځول شي، کټ مټ لکه د غزني د اندړو د پاڅون پروژه، هغه خلک چې په لومړی ځل یې قلمونه دغزني د پاڅون او اربکیزم چوپړ کې وچلیدل، نن په چمن حضوري کې دوی د امریکایې پرلټ پروژې په خدمت کي دي.

د علماوو ناستې وشوي، عملي ځکه نه شوې، چې طالبانو یې په صراحت سره مخالفت وکړ، د مدني فعالانو غونډې د حکومت په چوکاټ کې وشوي، او په دوام یې په کابل، هلمند کې پرلټ او ځینو نورو ولایتونو کې به وشي. د کابل پروسې او تاشکند ډيپلوماټیک فشار پروژې عملې شوې.

ځینې ناتاید شوې راپورونه داسي دي چې د هلمند او راتلونکي کې د غزني پرلټ تر شا د اسدالله خالد لاس دی، او په ټوله کې د امریکا هغسي پروژه ده لکه د پاڅونوالو، اربکیانو، او لویو جرګو.

د افغانانو د وژنې اصلي عاملین امریکایې نظامي پوځیان دي، افغانان په یو او بل نوم د امریکایانو بمبارد کې وژل کیږي، د افغانانو د وژلو لپاره د امریکا دفاع وزرات هر کال تر ۴۵ میلیارډه ډالرو زیاتې پیسې لګوي، په روان ۲۰۱۸ کال کې یې د افغان وژنې لپاره همدا مبلغ منظور کړی. کله چې پنټاګون د افغان جګړې اوامر صادروي، نو د چا په وړاندي پرلټ ته زیاته اړتیا ده، د طالب، افغان حکومت که امریکا په وړاندي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ګران عبدالله افغان صاحب مسنون سلامونه مي ومنئ ! په دې هر څوک پوهيږي چي امريکايانو د يوه مخکي سنجول سوي کثير الاهدافه پلان له مخي پر ګران، خواږه اسلامي هيواد افغانستان تېری کړی دی. خو : د سدو پر دکان سپۍ له خندا مړه سوه د ښوروا په هوا تله خوله يې په وسوه . امريکايان دلته د دوی په تاريخ کي په يوه اوږده، له مصرفه ډکه، بې هوده جګړه ، چي د دوی د تاريخي بدنامیو او شرمنده ګۍ لامل سوې ده اخته دي . دوي سم دم پوهېدلي دي چي په دې جګړه کي مات دي… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰

سلامونه
هر څوک چی سوله غواړی د سولی کلی د امریکا په جب کی ده تر څو چی دا پلیته امریکا سوله رانوړی هیڅوک نشی کولی چی سوله راولی .د سولی په نوم کومی پیسی چی لږیږی هغه فقد د یو څو لنډه غرو په جیبوکی ولیږی او خپلی مزی او چړچی پی کوی .نو هیله ده ګرانو هیواد والو چی لږ راویښ شی او ځانونه په اصله خبره خبر کړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x