د ولسي جرګې لومړی مرستیال، همایون همایون

همايون – ډاکټر غني ته: تاسې دروغجن ولسمشر به راتلونکي کې نه یاست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي چې ولسمشر غني د سولې شورا له لارې غواړي چې راتلونکې ‏کې بیا ولسمشر شي‎. ‎

نوموړي پرون شنبه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې ولسمشر د سولې پر ځای د سولې پر شورا ‏لګښت کوي او دا ځکه کوي چې د هغه لپاره په راتلونکو ټاکنو کې د کمپاین بار ته اوږه ورکړي‎. ‎

هغه همدارنګه دعوه وکړه، چې ولسمشر د ټاکنو کمیسیونونو ته امر کړی، چې د ولسي جرګې هغه غړي چې ده ‏لیست کړي، باید په راتلونکې کې بریالي نه شي‎. ‎

همایون وویل، پخپله د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندۍ نیت نه لري، خو وکیلان دي د ولسمشر دا ګام ناپامه ‏نه نیسي‎. ‎

‎. ‎د ده په وینا ډاکټر غني غواړي ولسي جرګې ته داسې ځوانان راشي چې د ده د چارو ملاتړ وکړي او په راتلونکو ‏ولسمشریزو ټاکنو کې د ده همکار پاتې شي‎. ‎

هغه غږ پرې وکړ: «په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې څوک تاسې ته رایه نه در کوي، ستا نمایشي پروژې يې نه ‏شي دوکه کولی، تاسې دروغجن به راتلونکي نه ولسمشر کېږئ‎!»‎

د ولسي جرګې یو بل غړي عبدالله محمدي هم د همايون همايون د څرګندونو پخل کړی او زياتوي، ولسمشر یوازې ‏د ۲۵ تنو د بریا هیله لري او غواړي نور ټول له صحنې ‏وباسي.‏
ارګ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو هم مهاله د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم پر ارګ غږ کړی، چې د ‏ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونو ټاکنو ظرفیت او اراده نه لري‎. ‎

ټاکل شوې وه، چې راتلونکې ټاکنې به د روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي، خو تېره ورځ يې د ‏کمیسیون کمینشرانو د ترسره کېدو نېټه د تلې میاشتې ۲۸ مه وښووده‎. ‎

یاده دې وي همايون همایون وړاندې تر دې هم ډاکټر غني، حنیف اتمر او معصوم ستانکزی هغه کړۍ بللې ‏وه، چې ده د خپل ټول ور پېښېدونکي زیان مسوولیت به يې پر غاړه وي‎.‎

همايون همايون په تېر لمريز کال کې د کندهار د هغې لويې غونډې برخه وال هم و، چې ارګ د لويې جرګې د ‏رابللو پر نيت بلله او د چارواکو ګډون يې پکې غوسه راپارولې وه.‏

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
داکتر محمد ادریس نیازی
میلمه
داکتر محمد ادریس نیازی

دا دډالرو ولسی چرګه : دا اوسنی ولسی جرګه ټول په ډالرو خبری کوی دوی هیڅ دولس نماینده ګان ندی او نه ولس پری باور کوی دوی کی لنډهغر ښه واک لری دوی کی دشمال او دجنوب دشرق لوی لوی لنډهغرو لاسونه یو کړی دوی ملک او ملت دبحران خواته سوق کوی دوی نه دا ملت پیژنی نه په خدای باور لری چه رزق راکوی دوی ته صرف دپارلمان او وزارتونو چوکی مهمی دی او همیشه کوشش کوی چه په هره ناروا لار چه وی ځان او ملګری یی قدرت ته ورسوی زما هیله داشرف غنی څخه داده چه ژر… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

نیازی صاحب خپله ولسمشر غنی نه په خدای عقیده لری او نه ملت ته وفادار دی. غنی ته د آمریکا گتی مهمی دی نه د افغانستان. خدای د افغانستان له دی تولو ناولیو خلاص کری. په درناوی کاروان

محمدخالد
میلمه
محمدخالد

بلی یکی از شیوه های دول استعماری همین هست که تحمیل نمودن همچو اشخصاص(همایون) بیسواد ولچک برمردم میباشد که درنزد این کودن ها هیچ ارزشی اهمیت ندارد نه اسلام وطن عزت ابرو یکنفر چراکه اینها مغز شستشو شده اند که درمقابل مفاد شخصی خویش باید همه این ارزش های باید پامال شوند جای که فساد به اوجش باشد درخانه که کفر وبی دینی زباله میکشد پس از اینگون افراد گله درکار نیست چرا اینها دراصل مهره های خارجی هستند که به دهل انها مستانه میرقصند وسخنان بیسودانه این جناب را گوش نمایید شما باور نمایید همان پودری های که درزیرپل… نور لوستل »