افغانستان

انجينر قطب الدين هلال د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسيا: د ولسمشريزو ټاکنو د لومړي پړاو کانديد انجينر قطب الدين هلال لږه شېبه مخکې کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

 د يادونې وړ ده، چې انجينر هلال د ولسمشريزو ټاکنو لومړي پړاو کې ازاد کانديد و او د انجينرګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د نوموړي ملاتړ اعلان کړی و.

ښاغلي هلال د ولسمشيزو ټاکنو لومړي پړاو کې ۲،۸ سلنه رايې اخيستې وې او دوهم پړاو ټاکنو لپاره يې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

 مګر د حزب اسلامي د سياسي کميټې مشر ډاکتر غيرت بهير وړمه ورځ رسينو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې حزب اسلامي دوهم پړاو ټاکنو کې د هيڅ نوماند ملاتړ نه کوي.

د يو سوال يه ځواب کې، ښاغلي بهير زياته کړه، چې که چېرې انجينر هلال دوهم پړاو ټاکنو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي، نو دا به د ښاغلي هلال شخصي پرېکړه او سياسي ځان وژنه وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x