
غزني: د ۸۲۰ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګوته یو بل ته نيول کېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د غزني د عامې روغتيا مسوولین وايي، چې په تېر ۱۳۹۶لمريز کال کې د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې د دوی د شمېر له مخې ۸۲۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عامې روغتیا رییس ډاکټر نېکمل پرون ازادي راډيو ته ويلي، چې د تېر کال په جګړو کې ۱۸۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د جګړې له امله د دې وژل شوی او ټپیانو چې پکې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، د ملامتۍ ګوته د جګړې دواړه اړخونه یو بل ته نیسي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري دعوه کوي چې په دې مرګ ـ ژوبله کې دولتي قواوې یوازې شل سلنه ښکېلې او په وينا يې ۸۰ سلنه ملامتي د طالبانو پر غاړه ده.
ازادي راډيو د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله وايي، چې د دوی ځواکونو د ملکي تلفاتو کمښت ته جدي پام کړی او په وینا يې په غزني کې د ملکي مرګ ژوبلې ۹۰ سلنه پړه د دولتي ځواکونو پر غاړه ده.
د تېر میلادي کال په وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له لوري د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره سم، د هېواد په ګوټ ګوټ کې هوايي بریدونه ډېر شول، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوه.
د تېر لمريز کال په وروستیو کې د غزني ښار ته څېرمه په منګور سیمه کې او د دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د بمبار له امله شاوخوا ۱۲ ماشومانو ته مرګ ـ ژوبله واوښته، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي پرې هم خواشيني ښکاره کړه.
یاده دې وي د غزني ښار د ۱۳۹۶ کال په کب میاشت کې د اربکيانو پر ضد د هغه پراخ یو اوونیز لاریون شاهد و، چې ګډونوالو يې د قره باغ په شیر اباد کې د وژل شویو کسانو د قاتلینو د محاکمې غوښتنه کوله.

لاریون کوونکو په سیمه کې اربکیان پر دې ملامتول، چې د محمد ابراهیم په نوم د یو تن ملکي وګړي پر کور يې د چاپې په مهال یو ماشوم، یو ځوان او یوه مېرمن ځای پر ځای ووژل او دوه نور يې ژوندي یووړل.
د غزني د عامې روغتیا د شمېر له مخې په تېر لمریز کال کې ۱۵۹ ځوانان، ۱۲ مېرمنې او ۹ ماشومان وژل شوي دي؛ ۵۳۶ تنه ځوانان، ۶۵ مېرمنې او ۳۹ ماشومان ټپیان شوي دي.