افغانستان

د راتلونکو ټاکنود خونديتوب په پلمه پوځي عملیات پیلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د راتلونکو ټاکنو د خوندیتوب په پلمه په ټول هېواد کې ځانګړي پوځي عملیات پیلېږي.

د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د رايې ورکولو مرکزونو د څار او خونديتوب لپاره ګامونه واخلي.

د سرچينې په وینا محمد حنیف اتمر وروسته له هغه دا غږ وکړ، چې پرون شنبه د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولینو له نوموړي سره خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې يې د مرستې غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې په حواله د امنیت شورا ټولو امنیتي ادارو ته د پوځي عملياتو د پیلولو لپاره پلان ورسپاري.

ټاکل شوې وه، چې پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو ټاکنې د روان کال د چنګاښ په ۱۶مه ترسره شي، خو تازه معلومات ښيي چې دغه ټاکنې به د تلې په ۲۸مه وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د امنيتي دلايلو او بوديجې د کموالي له امله پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو ټاکنې درې مياشتې وځنډول شوې او د تلې په اته ويشتمه به ترسره شي.

تېره ورځ د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر ټاکنیزو کمیسیونونو تور پورې کړ، چې د ټاکنو لپاره اراده او وړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x