افغانستان

مسير: د ټاکنو د ځنډ علت؛ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د حکومت لاسوهنه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر د شنونکو په حواله ليکي، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د حکومت لاسوهنه د دې علت شوه، چې ټاکنې درې میاشتې شاته لاړې شي.

نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع وویل، د بودجې د کمښت او امنیتي ستونزو له امله به پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په چنګاښ کې نه؛ بلکې د میزان په ۲۸مه وشي.

ورځپاڼه د کارپوهانو له خولې اندېښنه ښيي، چې ښايي ټاکنې په یاده نېټه هم ترسره نه شي.

سرچينه د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ «فیفا» په حواله وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي له خپلو مسوولیتونو تښتي.

د دې بنسټ اجرايوي مشر يوسف رشید مسیر ورځپاڼې ته ويلي، د ټاکنو ځنډ هیڅ ډول توجیه کېدلی نه شي، دا یوازې د تېښتې مانا لري.

د حقوقپوهانو د انجمن ویاند شیرین خان حبیب بیا د ټاکنیزو کمیسیونونو پر تخنیکي ټیم نیوکه کوي او وايي په دې برخه کې يې کارونه هغسې نه دي روان، لکه څنګه چې يې اړتیا لیدل کېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: «شنونکي باور لري چې راتلونکې ټاکنې به بیا هم وځنډېږي او که وشي، له ستونزو به ډکې وي چې افغانستان ته به د ګټې پر ځای زیان ولري، ځکه حکومت د رڼو ټاکنو نیت نه لري او کمېسیون بې کفایته دی.»

دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې هم حکومت په ټاکنیزو کمیسیونونو کې پر مداخلې تورن شو.

د دې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ډاکټر غني پر دې تورن کړ چې ټاکنیزو کمیسیونونو ته يې امر کړی، چې ځينې وکیلان د بیا لپاره باید پارلمان ته لاره پیدا نه کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي بیا وویل، پر جمهوري او اجراییه ریاستونو غږ کوم، چې ټاکنیز کمیسیونونه نه د ټاکنو وړتیا لري او نه هم اراده.

که څه هم د برېښنايي تذکرو لانجه لا هم پر ځای پاتې ده، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع رسنیو ته وویل، رایه ورکوونکي به د برېښنايي تذکرو له مخې ثبت شي.

وړاندې تر دې دې کمیسیون ویلي و، چې رایه ورکوونکي به د کاغذي تذکرې له مخې ثبت شي؛ دوی د برېښنايي تذکرو وېش ځنډنی ګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x