افغانستان

غني: ټاکنې باید شفافي ترسره شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): په پکتیا کې د ځينو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وویل، راتلونکې ټاکنې باید شفافي ترسره شي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ټاکنو د نېټې د بدلون اعلان پر ټاکنیزې پروسې بې باوري نوره هم پیاوړې کړې، هغه له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

محمد اشرف غني نن د پکتیا مرکز ته د یو ښارګوټي، ګردیز – زرمت د سرک جوړونې او د ارغندۍ – ګردیز تر منځ د برېښنا د غځولو د پرانیستو په پلمه هلته سفر وکړ.

هغه پخپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د سولې لپاره سره را یو ځای شي او دعوه يې وکړه، چې پخپله يې د کابل پروسې په غونډه کې «بې ساری وړاندیز» کړی دی.

ډاکټر غني پر شفافو ټاکنو ټينګار وکړ او ويې ویل چې سږ کال به پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې او راتلونکي کال کې به ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

نوموړي په داسې حال کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار کړی او له خلکو يې په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې، چې د ګډ حکومت لپاره ترسره شوې ټاکنې لا هم د ناندریزو ټاکنو په ډول یادېږي.

سیاسي شنونکي پر دې اند دي چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د ارګ مداخله د دې علت شوه، چې د ټاکنو اصلي نېټه درې میاشتې شاته لاړه شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ «فیفا» وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي له خپلو مسوولیتونو تښتي.

د دې بنسټ اجرايوي مشر يوسف رشید مسیر ورځپاڼې ته ويلي، د ټاکنو ځنډ هیڅ ډول توجیه کېدلی نه شي، دا یوازې د تېښتې مانا لري.

د حقوقپوهانو د انجمن ویاند شیرین خان حبیب بیا د ټاکنیزو کمیسیونونو پر تخنیکي ټیم نیوکه کوي او وايي په دې برخه کې يې کارونه هغسې نه دي روان، لکه څنګه چې يې اړتیا لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

اشرف غنی !!

له خدایه سوال کوم چی د ډاکټر نجیب په سرنوشت مو مبتلا کړي!

احمدزی

ما د تاکنو په هکله دوه دری کرشی لیکلی وی تکرار یی لیکم پیل که غلط نهیم داحمد شاه با با په شعر چه وایی. مرگ له تندی په مذهب زما بهتردی_ نه ژوندون د دون همتوپه اوبو۰ هغه انتخابات چه د پردو په مصرف اود کاواکه میوگی په زور په بی امنیته ساحه اوپه بی اسنادو خلکوکی تر سره شی هغه په عدهچه دول شفاف کدای شی؟ دخلکو او د زان تیرویسطنه چه ته وایی۰ بیا هم دغنیخان شعر (ای زمابچیه وزیری که جیلخانه شه ده واک یی چه د بل وی دد نر نه زنانه شه ده. یادونه:… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، ستاسی دعا له کولو د مخه زما په باور الله ج وخته یا مخکی له مخکی منلی ده . مګر د نجیب له شرایطو او برخه لیک ځو ځلی بدتر ده . لمړی : نجیب سره دعبدالله په شان دوهم جمهور ریس د ارګ د دروازو د مخه نه وو او نه د رولا غنی ، خلیل زاد او د امریکا د سفیر په شان دری چمهور ریسان د ارګ د دروازو شاته شتون درلود یعنی هماغه بار چه نجیب وړلو هغه د غنی سره څلور بنځه کسان نور هم پورته کوی او سره د دی بیا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x