
نی: پر دندو د خبریالانو ګمارنه؛ د رسنيو د چوپتیا لپاره کېږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۶ل): د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» وايي، د حکومت له لوري د خبریالانو پر دندو ګمارل، د رسنیو د خولې پټولو هڅه ده.
د دې ادارې اجراييوي مشر مجیب خلوتګر پخپل کلني راپور کې وویل، چې تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم ۵۱سلنه لوړ شوی دی.
خلوتګر له رسنیو سره د راپور د شریکولو پر مهال وویل، حکومت پر ځینو دندو خبریالان ځکه ټاکلي چې د رسنیو خولې ور بندې کړي.
هغه د ګمارل شویو خبریالانو شمېر پنځوس تنه یاد کړ او ويې ويل چې اوس همدا کسان د بیان د ازادۍ پر وړاندې ولاړ دي.
نی پخپل کلني راپور کې په تېر لمریز کال کې د تاوتریخوالي ۱۶۶، د وژنو ۱۹، د ټپي کېدو ۴۱، د نیول کېدو ۱۶، د ټکولو ۲۳ او د ګواښونو او اخطارونو ۶۷ موارد یاد کړل.
ګډ حکومت د بهرنیانو په ملاتړ دعوه لري، چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او دعوه کوي چې رسنیزو اصولو ته يې پام دی.
د اجراییه ریاست ویاند امید میثم وايي، دوی هڅه کوي چې هیڅ خبریال ونه ځورول شي او په وینا يې د ستونزو د هواري لپاره يې پر هڅو بوخت دي.