
فاریاب: ماین چاودنې پنځه تنه وژلي
د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالي په مربوطاتو کې د سړک د غاړي ماین پنځه تنه وژلي دي.
د دولت اباد دولتي مسوولینو د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي دي، چې په چاودنه کې درې تنه نور ټپیان دي.
د یادې ولسوالي والسوال عبدالسلام نهضت وايي چې وژل شوي او ټپیان ټول عام وګړي دي. دی وايي ښايي ماین به طالبانو ښخ کړی وي.
د یادې پېښې اړوند طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي، د دولت اباد ولسوالي په مربوطاتو کې ځينې اربکي مېشت دي، چې ډېر کله د امنیتي پېښو سبب کېږي.
د یادې سیمې د اوسېدونکو په قول کله چې دوی اربکیانو ته ډوډۍ ورنه کړي، نو هرو مرو یوه چاودنه کېږي. د دې سیمې یو تن اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، رسنیو ته ويلي، چې درې ورځې وړاندې هم اربکیانو له یوه کور نه یو پسه په زور بیولو،چې د کورنۍ غړو ورسره جنجال وکړاو په نیمه شپه کې يې د کور له څنګه سره ماین وچاودید، چې یوه خونه يې ړنګه شوه، خو چاته پکې زیان وانه وښت.
د چارو د شنونکوله نظره دغسې چاودنې ځينې نظامي مسوولین د خپل نوم د لوړاوي او لوړو مسوولینو ته د فعال ادارې د ورښودلو لپاره کوي. چې په خبره يې خپل کریډيټ لوړوي.
یاده دې وي، چې دغه چاودنې په داسې وخت کې کېږي چې راتلونکوټاکنو ته درې ورځې پاتې دي.