د فاریاب چارواکي: اربکیانو ۳۰ کلي طالبانو ته پرېيښي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): په فاریاب کې د ګرزیوان ولسوالۍ چارواکي وايي چې د دې ولسوالۍ اربکیانو ۳۰ کلي طالبانو ته پرېيښي او قومندانان يې مزار ته په تېښته بریالي شوي دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال فیض الله دعوه کوي، چې اربکي قومندانانو دغه کلي د پیسو په بدل کې پرېيښي او تښتېدلي دي.

د هغه په وینا د اربکیانو له تېښتې سره سم طالبان د ولسوالۍ د بازار څنډو ته رارسېدلي او دوی یوازې پر ولسوالۍ او شاخوا پوستو واک لري.

فیض الله وېره ښکاره کړه، چې که ولایتي مسوولین يې غږ وانه وري، نو دی به د ولسوالۍ د سقوط غږ ور واوروي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي صبغت الله سیلاب هم سلام وطندار ته د خواجه‌غار، یوخن، دره‌شاخ، تخاره، آب‌باریک، بهارک او ګڼو نورو کلیو د سقوط پخلی کړی دی.

د فاریاب امنیه قومنداني هم مني چې په ګرزیوان کې له ګڼو سیمو اربکیانو پښې سپکې کړې، خو د ۳۰ کلیو له لاسه وتل ورته بېخې ډېر ښکاري.

د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وايي چې د اربکي قومندانانو تر منځ شخصي دښمني د دې علت شوې چې ګڼې سیمې يې طالبانو ته په ګوتو ورشي.

طالبانو هم په خپره کړې خبرپاڼه کې د ګرزیوان د ګڼو کلیو د نیولو خبر ورکړی دی.

هغوی د کلیو دقیق شمېر نه دی یاد کړی خو ویلي يې دي چې د بوخن سیمې له نیولو سره «له څلورو نورو مهمو سیمو دره شاخ، تخاره، آب باریک او بهارک څخه هم مزدور اربکیان د مجاهدینو د بریدونو له ډاره وتښتیدل.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلامت خان
میلمه
سلامت خان

که دا عنوان مو اصلاح کړئ او د فراه پر ځای فارياب وليکئ ښه به وي. والسلام