ایران یو ځل بیا په ټیلګرام آپلیکیشن بندیز لګوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۶ل): ایران غواړي د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو د تبادلې انترنیټي اپلیکشن “ټیلگرام” د امنیتي دلیلونو او خوندیتوب په وجه یو ځل بیا بند کړي.

د ایران ملي امنیت شورا اعلان کړی چې دوی به د ټیلګرام آپلیکیشن د استعمالوونکو پر مخ د تل لپاره بند کړي، او پر ځای به یې خپل جوړ شوی آپلیکیشن وړاندې کړي، چې ددغې اپلیکیشن بدیل به وي.

ایران دغه پریکړه د ملي امنیت او حکومتي چارواکو په مشوره کړې.

د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمیټې مشر علاء الدین بوروجردی ویلي چې د تیلگرام خدمات به د ایران ملي امنیت ته د خطر په وجه وتړي.

د هغه په وینا “ددغه اپلیکشن پر ځای به دېته ورته محلي سیستم په کار واچوي”.

ټیلګرام په ایران کې ډېر مشهور دی او اوسمهال په دغه هېواد کې شاوخوا له ۴۰ ملیونو څخه زیات خلک له دغه اپلیکیشن څخه کار اخلي.

ایران دغه پریکړه وروسته له دې کوي چې له ټیلګرام آپلیکیشن څخه په دغه هېواد کې د حکومت پر وړاندې په متشددو لاریونونو کې ګټه اخیستل شوې وه.

ددغې خبرې پخلی پخپله د ټیلګرام اجرائیویه مشر پاول دوروف هم کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د ایران حکومت څه موده مخکې هم په ټیلګرام آپلیکیشن د متشددو او سرسختو لاریونونو له کبله عارضي بندیز لګولی و، چې اوس غواړي دغه آپلیکیشن د تل لپاره بند کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د