ایپل شرکت ارزان بیه نوی آی پيډ وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۷): د ایپل شرکت په ځيرک مبایلونو کې تر دې مهاله تر ټولو کامیابه شرکت دی، او همدا ډول په آی پيډ کې هم مخکښ نوم لري، خو د لوړو بیې له کبله یې استعمالوونکي کم دي.

اوس ايپل کمپنۍ دغه ستونزې ته په کتلو سره ارزان بیه آی پیډ وړاندې کړ، چې هم هماغه ځانګړتیاوې لري او هم یې بیه کمه ده.

تېره سه شنبه د ايپل شرکت لخوا د امریکا په شیکاګو ښار کې په یوه نندارتون کې د 9.7 انچه نوی آي پيډ وړاندې کولو اعلان وکړ، چې د ايپل پينسل سره هم کار کوي (له دې وړاندې دغه پينسل یوازې د ابپل تر ټولو ګران بیه آی پيډ «آی پيډ پرو» کې استعمال شوې دی).

دغه نوی آی پيډ به په 329 امریکایي ډالره پلور ته وړاندې شي، چې بڼه یې د ایپل آی پيډ پرو 9.7 انچه ته ورته ده، آی پيډ پرو اوسمهال بازار کې تر 5500 ډالرو بیه موندل کیږي.

ددغې آی پيډ بیټرۍ موده لس ساعته ده، چې 8 میګا پېکسله کامره په 1080p کوالټۍ کې لري، همدا ډول یې مخکې/سیلفي هم ایچ ډي کامره ورکول شوې ده.

ددې آی پيډ وزن 400 ګرامه دی، او له یو شمېر نورو ډېرو ځانګړتیاو څخه هم برخمن دی. ویل کیږي چې ایپل شرکت اوس هر هغه چاته چې د آی کلاوډ اکاونټ ولرې 200 جي بي ذخیره ورکولو وړاندیز هم کړی.