دیني، سیرت او تاریخ

که غواړې ګنا وکړې نو…

ابراهيم بن ادهم ته يوسړى ورغى اوويې ويل

– اې دخداى دوسته! نفس مې خامخاپه ګناه اخته کوي لږنصيحت راته وکړه!

ابراهيم وويل: هر وخت چې غواړې ګناه وکړې کوه يې، خو څوشرطونه مې ومنه.

– کوم ـ کوم؟

– هروخت چې دې غوښتل ګناه وکړې نو داسې ځاى ته لاړشه چې خداى دې نه ويني.

– سبحان الله! له خدايه خوهيڅ هم نه دي پټ؛ هغه خو هر چېرته هر څه ويني.

– سبحان الله! نو نه شرمېږې چې خداى دې ويني اوګناه کوې!!

سړى چوپ شو بيا يې وويل: نور؟

– بل دا چې ګناه کوه خو د خداى په ځمکه کې يې مه کوه بل چېرته ځه.

– سبحان الله! خوټوله دنيا دخداى ده.

– نو د خداى له نافرماني نه شرمېږې چې د خداى په ځمکه يي کوې او پرې اوسې هم!!

سړي وويل: بل کوم؟

ـ بل دا چې که غواړې د خداى له امره سروغړوې نو د خداى روزي مه خوره.

– سبحان الله! خو ټول نعمتونه د خداى دي، بې له هغوڅه وړ ژوند وکړم؟

– نوشرمېږې نه! چې خداى پرېمانه خواړه او ښه قوت درکړى خو بيا هم د هغه له امره سرغړوې؟

– نور؟

– که دې هروخت ګناه کوله او په هماغه ځاى پرښتې درغلې؛ ګوره دوزخ ته ورسره لاړنه شې!

– سبحان الله! زه يې نوکله زورلرم؟ خامخامې وروړي.

– نوکه په عملنامه کې دې ګناه ليکل شوې وه، انکار ترې وکړه!

– سبحان الله! نو هغه پرښتې چې دانسان عملونه ليکي اوکړنې يې څاري، څوک به يې په دروغو شاهدي ورکړي!؟

سړي منډه واخيسته اوله ځان سره يې داخبره تکراروله: سبحان الله!نوهغه پرښتې چې دانسان عملونه ليکي اوکړنې يې څاري، څوک به يې په دروغو شاهدي ورکړي!!!

ژباړن: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x