پاکستان نهه کاله وروسته پخپله ځمکه د کرېکټ سیالۍ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۷ل): پاکستان کرېکټ لوبډلې نهه کاله وروسته پخپله ځمکه (کراچۍ لوبغالي کې) د شل اوریزو سیالۍ ترسره کړه، چې په دې سیالۍ کې یې بریا هم خپله کړه.

د ویسټ انډیز کمزورې او ناتجربه لوبډلې پر وړاندې پاکستاني توپوهونکي پخپل کوربه توب ډاډه وو، چې په لومړۍ شل اوریزو سیالۍ کې يې ویسټ انډیز لوبډلې ته د شل اویزو سیالیو دویمه ستره ماتې ورکړه.

پاکستان لوبډلې ویسټ انډيز لوبډله د ۲۰۳ منډو په بدل کې په ۶۰ منډو وسوځوله او د ۱۴۳ منډو او ۶.۲ اورونو په توپير یې ستره ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا فخر زمان ۳۹، حسین طلعت ۴۱، سرفراز احمد ۳۸ او شعیب ملک ۳۷ چټکې منډې جوړې کړې.

ویسټ انډیز لوبډله چې له ورایه یې په څیرو فشار ښکارېده ښه ونه لوبېدل، او پاکستان ته یې د ډېرو منډو ورکولو چانس ورکړ، چې هم یې توپوهونکي سم نه وو او هم یې ډګر ساتنه په سمه توګه ترسره نه کړه.

دغه لوبډله په کیچ نېولو کې ستر نوم لري، خو په ننۍ لوبه کې یې یو شمېر اسانه کیچونه میس کړل، چې د ډېرو منډو د جوړېدو لامل شول.

په ځواب کې ویسټ انډيز لوبډلې ښه پېل ونکړ، او وخت تر وخته یې ویکټ له لاسه ورکوله، چې بالاخره یې ټوله لوبډله په ۶۰ منډو وسوځېدله، ددوی په لوبډله کې دوه نوي لوبغاړي شامل وو چې د نوي لوبغاړو خولۍ هم ورپه سر شوې.

د پاکستان لخوا په توپ اچونه کې محمد عامر، محمد نواز او شعیب ملک ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې، په پای کې حسین طلعت د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان کرېکټ بورډ د ویسټ انډیز لوبغاړو ته پاکستان ته په تګ، هر یو ته ۲۵۰۰۰-۲۵۰۰۰ ډالر ورکړل، خو سره له دې هم یو شمېر مشرانو لوبغاړو پاکستان ته له تګ انکار وکړ، ددې لامل په دغه هېواد کې د امنیت خراب وضعیت دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د