کشمير کې د جګړو له امله لږ تر لږه شل کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل):د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاریونکوونکو او هندي پوځيانو ترمنځ اخ و ډب کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي، چې درې يې هندي پوځيان دي.

د کشميري چارواکو او هندي پوځيانو پر ضد لاريونونو کې تر اوسه د اويا کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی شوی دی.

د کشميري چارواکو په وينا په يوه ورځ کې د تاوتريخوالي له امله د دومره خلکو مرګ ژوبله په دې وروستيو کې تر ټولو ستره پېښه ده.

د پوليسو يوه مشر شيش پال ويد ويلي، چې د پټو معلوماتو پر اساس يې د شنبې په ماښام په درې ځايونو کې د مشکوکو کسانو پر ضد عمليات پيل کړل، چې له امله يې پوليس له مقاومت سره مخ شول او نښتې پيل شوې.

ځايي رسنۍ وايي، چې د پېښې ډېری قربانيان د شوپيان ولسوالۍ خلک دي، دغلته اوس هم نښتې روانې دي او د مرګ ژوبلې د زياتېدو وېره هم شته.

د راپورونو له مخې ځايي خلکو د پوليسو د عملياتو پر ضد احتجاج پيل کړ، چې له امله يې پوليسو او هندي پوځيانو پر لاريون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی او ډزې يې پرې کړي دي.

له دغو نښتو وروسته په کشمير کې د بېلتونپالو ډلو اتحاديې د سرتاسري احتجاج اعلان کړی، چې له امله يې کشميري حکومت د ريل ګاډي او انټر نيټ خدمتونه بند کړي دي او نن دوشنبه يې د ښوونيزو ادارو د رخصتۍ اعلان هم کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د