ایا سوله ییز وړاندیزونه باید د جنګي مشاورینو په مټ پلي شي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله :

تیره ورځ یو شمیر رسنیو افغانستان ته د تازه دمې امریکايي لواء د را رسیدو خبر ورکړ.

پنټاګون دا تازه دمې امریکايي جنګي مشاورین په داسې حال کې افغانستان ته رالیږي چې د ملي یووالي حکومت تر بل هروخت زیات د هیواد په داخل او له هغه نه بهر د سولې اړوند غونډو تسلسل ګړندی ساتلی دی.

د پسرلني موسم په پیلیدو سره افغانستان ته د امریکايي جنګی مشاورینو راتګ او له هغه سره همزمان په افغانستان کې د جګړې د سختیدو په اړه د جنرال نیکلسن څرګندونې دا ثابتوي چې امریکایان په افغانستان کې د جګړې د خاتمې اراده نه ؛ بلکې د خاتمې په ځای د هغې د سختیدو اراده لري.

ځکه د هغوي ټول پوځي او ملکي چارواکي په یوه خوله په افغانستان کې د جګړي خبرې کوي.

همدا تیره اوني جان بولتن د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه د افغانستان د جګړې په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې دلته خپل پوځي شتون یو مجبوریت توجیه کړ او ویې ویل چې امریکا د خپلو مجبوریتونو له امله نشوای کولای د افغانستان له جګړې لاس واخلي.

د افغانستان د جګړې په اړه د امریکايي چارواکو له دغو عملي جنګي اقداماتو څخه دا جوتیږي چې دلته د سولې او جګړې د پريکړې واک یواځي له امریکیانو سره محفوظ دی.

د سولې په غونډو کې چې امریکایان د ولسمشر غني د سولې د وړاندیزونو تائید کوي هغه له دې وجې چې دوئ پوهیږي دا ډول سوله اصلا د سولې په معنا نه ، بلکې د جانب مقابل تسلیمي ده چې د سولې په نوم تر سره کیږي.

که دا خبره نه وي د سولې د مسلسلو غونډو په منځ کې په میدان وردګ ، خوست ، فراه او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات چې په لس ګونو ولسي کسان ورکې مړه او ژوبل شول څه توجیه لري؟

هغه غونډي او کانفرانسونه به افغان ولس ته کوم د سولې پیغام ولري چې د هر یوه په تعقیب په لسګونو افغانان د امریکايي بمونو او بریدونو قرباني کیږي، کورونه یې ورانیږي او دوئ تري په ظلم او وحشت مهاجرت ته اړیستل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د