
طالبانو هلمند لپاره د خپل والي د وژل کيدو خبر رد کړ
نن ټکی اسيا: نن چهار شنبه د غبرګولي په ۲۱ ځينو رسنيو د هلمند ولايت د چارواکيو له قوله و ويل، چې هلمند لپاره د طالبانو والي د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دوی د رسنيو لخوا خپره شوې هغه ادعا په کلکه ردوي، چې ګواکې هلنمد لپاره د طالبانو والي د حکومت او بهرنيو عسکرو په عملياتو کې وژل شوی دی. قاري احمدي زياته کړه، چې دوی دا خبر په کلکه ردوي او دا خبر هيڅ حقيقت نه لري.
د ښاغلي احمدي په وينا داسې دعوې د حکومتي چارواکو د بې بسۍ او لويدلي مورال نښه ده او هيڅ حقيقت نه لري.
قاري محمد يوسف احمدي زياته کړه، چې نوموړی والي اوس هم هلمند کې د بهرنيو عسکرو او حکومت پر خلاف په خپلو عملياتو بوخت دی او هيڅ رنګه زيان ورته نه دی رسيدلی.