عیسائیت په افغانستان کي (٣٠)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

۴- ځمکه په دریمه ورځ پیدا شول(پیدایښت ۱: ۹- ۱۳)
شپه او ورځ ئې په لومړۍ ورځ پیدا کړل. (پیدایښت ۱: ۵)
شپه او ورځ د ځمکې د حرکت څخه ولاسته راځی دا څنګه امکان لري چي ځمکه دي نه وي او شپه او ورځ دي وي دا هم په ساینس کي غلطه ده.

۵- ځمکه په دریمه ورځ پیدا شوه(پیدایښت ۱: ۹- ۱۳)
لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ پیدا شول. (پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)
دا څنګه امکان لري چي ځمکه دي تر لمر او سپوږمۍ مخکي پیدا شوې وي اوسنی ساینس وایي چي دا ټول سره یوځای وه او کله چي په حرکت کي راغلل بیا ځمکه ، سپوږمۍ، ستوري او نور پیدا شول چي داهم غیر ساینسي او غلطه ده.

۶- سبزیجات، نباتات، ونې او مېوې ئې په دریمه ورځ باندی پیدا کړل (پیدایښت ۱: ۱۱- ۱۳)
لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ پیدا شول. (پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)
نباتات، وني ، مېوې او نور… څنګه بې د لمر د شعاؤ څخه امکان لری، داهم غیر ساینسي او غلطه ده.

۷- اسمان ستنې لري. (ایوب ۲۶: ۱۱)
داهم تر لمر سپینه ده چي دا غیر ساینسي او غلطه ده، او اسمان هیڅ ځای ستنې نه لري.

۸- نه داچي یواځي اسمان ستنې لري بلکې په بایبل کي راغلی دي چي ځمکه هم ستنې لري لکه:
(لومړی سموئیل ۲: ۸)، (ایوب۹: ۶)،(زبور ۷۵: ۳)
چي داهم په ساینسي توګه سره ښکاره درواغ او غلطه ده.
نو ځکه دداسي غلط او غیر منطقي کتاب لوستل نا جائز ده.

۹- او خدای وویل و ګورئ هر نبات چي تخم لري،او ټولې ونې و تاسو ته درکوم او دا ستاسو خوراک دی،او د مځکې و ټولو حیواناتو او د اسمان و ټولو مرغانو ته او ټوله چي پر ځمکه باندی ګرځي او ژوند کوي و هغو ټولو ته شنه نباتات ددوی خوراک ورکوم.
(پیدایښت ۱: ۲۹- ۳۱)
دا په دې غیر ساینسي او غلطه ده چي په نباتاتو کي داسی زهرجن نباتات شتون لري چي د ژوندیو موجوداتو د مرګ سبب ګرځي،انسان له منځه وړی، مرغان له منځه وړی او حیوانات له منځه وړي.

۱۰- د ایمان په راوړلو به ترې دا معجزې څرګندیږی، چي زما په نوم به پیریان لیري کوي او په نا اشنا ژبو باندي به خبرې کوي، که هغوی مارانو ته لاس وروړي یا زهر و خوري نو هغوی ته به ضرر نه رسیږی او په کومو ناروغانو چي هغوی لاس کښیږدي هغوی به جوړ شي.
(مرقوس ۱۶:۱۷- ۱۹)

دا د بایبل ازمایښت دی د عیسایانو لپاره، ایا د عیسائیت په ۲۰۰۰ کلن تاریخ کي داسی څوک پیدا شوی دی چي زهر و څښي او هیڅ په ونشي؟؟ نه هیڅکله نه!ایا په اوسنۍ نړۍ کي به داسی راهب، پاپ، بیشف، پاسټر او عیسایی وي چي زهر وڅښي او هیڅ په ونشي؟؟؟ نه هیڅکله نه! ایا د عیسائیت په تاریخ کي داسی پاپ یا راهب تېر شوی دی چي د خلکو د ناروغیو درملنه ئې په لاس تېرولو سره کړې وي؟؟؟ نه هیڅکله نه! ایا داسی پاپ یا بیشف په اوسني وخت کي شته چي په ۱۰ ژبو سره خبرې کولای سي؟؟؟ نه هیڅکله نه! دا ټوله او هر څه غیر ساینسي او غیر معقول دي .

۱۱- د وباء او بلا څخه د خلاصون لپاره په بایبل کي درملنه:
دوې چوغکي و نیسئ،یوه چوغکه د خاورې په لوښی کي حلاله کړی او وینه ئې د روانو اوبو سره ګډی کړی، لرګی راواخلی او اندازه ئې کي او هغه بله ژوندۍ چوغکه په روانو اوبو کي چخ کړی،په دغو اوبو باندی خپل د کوردیوالونه ۷ ځلی ولړئ. (لاویان۱۴: ۴۹- ۵۲)

اوس ساینس دا ثابته کړې ده چي په وینه کي تر۲۰۰۰ څخه زیات جراثیم شتون لری، او په سلهاوو مرګونې ناروغۍ ورڅخه پیدا کيږی د بیلګې په ډول سره:
حساسیت (Allergy)، د زړه بدوالی (Nausea)، هرپس (Herpes)، کاندیدیا(Candidia)، سالمونیلا (Salmonella)، کورو(Kuru)، سکراپی (Scrapie) ، حجرو مرګ (Cell-Death)، انسفالوپاتی (Encephalopathy)، دماغې پریشانۍ (Depression)، زهر(Toxin)، (Haemochromatosis)، (Syphilis)، هیپاټایټس اي، بي اوسي،او داسی نور…

نو ځکه داسي سترو غلطیانو درلودونکي کتاب لوستل د ګټې پر ځای تاوان ډېر دی، نو ځکه یې خپرول او هم لوستل نا جائز دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د