نظــر

لويه لوبه، طالب، ملت او پرلت

ليکوال: منيب الرحمان رحماني

د ليکنې اول کې بايد ووايم چې دا ليکنه نسبتاً اوږده ده او د تاريخ په انعکاس سره د افغانستان د نن ورځي حالت پکې سپړل شوی دی.

د عثماني خلافت له پرځېدو سره سم غرب خصوصا امريکا او انګلستان په دې وتوانېدل چې په اسلامي نړۍ خپله پخوا تياره شوې نقشه عملي کړي، غرب مسلمانان بې سرپرسته او ټوټه ټوټه کړل، که څه هم مخکې له دې چې غرب د عثماني خلافت په له منځه وړلو بريالي شي عربو نېشنليستانو (ملت پال) ته يې دا خوږې وعدې ورکولې چې دوي ته به يو لوي عربي مدنيت او امپراتوري جوړه کړي، ددې په پای کې غرب د عربو نېشنليستانو په مرسته د لومړی نړېوالې جګړې په پای کې عثماني خلافت له منځه يووړ او هغه عربو ته ورکړل شوې وعدې هم په سيند لاهو شوې او برعکس یې خپله د مېز لاندې نقشه را پورته کړه او عرب یی په خپله پر وړو وړو هيوادنو ووېشل او د عربو تر منځ یی داسی وضعيت حاکم کړ چې عرب تر قيامته دوي ته محتاج وي د پطرولو او نورو تيلو د خرڅولو قراردادونه یې ورباندې په ډالر تعین کړل او دوي ته يي يو لوي ښامار (ايران) پرېښود.

خو دا دي د کلونو په تېرېدو سره بيا هم مسلمان ملتونه يا ملت غرب ته په پوره معنا تسليم نشول او په هر ځای کي ددوي د فکری، عقيدوي، تجزيوي او عملا اشغالي جنګ په مقابل کې ودرېدل او ددې ترڅنګ د نړي په مختلفو برخو کي مختلف قدرتمند هيوادنه را منځته شول او د غرب لويي پادشاهي يي وننګوله، کېدي شي ددي نور هم ډير عوامل وي خو په لنډه کې غرب دې ته مجبور شو چې د نړي اوسنی نقشي ته بدلون ورکړی.

دوی ددی نقشي کار په سوريه، عراق کې ډېر په مخ يوړ او په افغانستان کې يې هم حالات ورته مساعد کړل، په سوريه کې د غرب لوبه تر ډېره د ترکیې ، روسيې او ايران له لوري له سختې ماتې سره مخ شوه او تېره ورځ ترامپ اعلان وکړ چې په نېږدې وخت کې به سوريې نه ووځي، په سوريه کې ددوي هدف د ‌کرد کلیمی په کارولو سره يو داسې هيواد رامنځته کول و چې تر اخره به د امریکا او اسرائیل تابع او د دوي پوځي اډه وي او د هغه ځاي به ټول منځني ختيځ کنترولوي، که څه هم امريکا په ډېرو هيوادونو کې پوځي اډې لري خو په هر هيواد کې ددوي استفاده د خپلو اډو نه فرق لري مثلآ کومه استفاده چې د افغانستان د اډو نه کېږي نو د افغانستان دولت د دی په هيڅ شي کنترول خو څه معلومات هم نلري حال دا چي نورو هیوادونو کې حالت داسی نه دی.

د سوريي تر څنګ په عراق کې هم د امريکا ماتی نوره يقيني ده او هلته به هم د قدم ايښودولو ځاي له لاسه ورکړي.

د لوبی بله برخه زموږ هيواد دي چې تر نن پورې امريکا په دې لوبه کې لوړ لاس لري، د منځنی ختیځ او تاريخ يادونه مې ځکه وکړه چې تاريخ په موږ بيا تکرار نشي او له تاريخ درس او عبرت واخلو.

امريکا او غرب همدغه پروژه زمونږ په هيواد کې هم عملي کوي، لکه څنګه چې دوي په سوريه کې هغه وضعيت راوست او د هغه نه يې د ترکیې، ايران او ټول منځني ختیځ د ناامنی، تجزیې او امريکايي انقلابونو تمه درلوده همداراز دوي غواړي په افغانستان کې هم همداسې يو وضعيت راولي (چې راوستلي يی دی) او د همسايه او سيميز هيوادونو ته د نا امنی، جنګ لمن ورخوره کړی او په نتيجه کې خپله نقشه عملي کړي.

د امريکا په وړاندې چين او روسيه دوه ستر رقيبان حسابېږي، چين ښه اقتصاد او روسيه ښه نظامي قوت لري که څه هم ځيني روسي څېړونکي په دې اند دي چي فعلا امريکا غواړي اول د روسیې کار ور خلاص کړي د چين سره به وروسته ګوري خو د افغانستان حالت ، موقعيت او د امريکا وروستيو فعاليتونو ته وګورو نو داسې انګېرلاي شو چي امريکا د دي ځاي نه هم چین هم روسیه په يو وخت کي هدف کړي دي، ايران د قضيې بل اړخ دی چي دلته ور څخه صرف نظر کوو.

ورځ تر بلې د روسیې، چين او ايران اندېښنې زياتېږي او دا هغه څه دي چي امريکا يي تمه درلوده، امریکا افغانستان د اور لمبو ته نيسي او د ګټور حرارت فائده يي اخلي او ددې اور (جګړې) سون توکي او لرګی موږ عام افغانان یو.

امريکا د خپل پلان له مخې سيميز او نړيوال هيوادونه په لوی لاس په افغانستان کې دخيلوي، ترڅنګ یې ځينو پلورل شويو ته پلانونه ورکوی او ځيني په زور جنګ ته مجبور کوی او پدې ډول حالت د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره مساعد کوي، د دې يوه ښه بېلګه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ ميلادي کال دی، چې ډېری طالبانو جنګ پرېښی ځینی يي تسليم شوي او د هیواد په ډيرو برخو کې نسبتأ ارامي وه خو امريکايانو تسليم شوی طالبان زندانونو ته واچول، د هغه طالبانو چې جنګ یې پرېښی کورنه یی بمبار کړل ددې تر څنګ د بې ګناه خلکو د کورنو بمباري ، تلاشی او د جوماتونو، مدرسو بمباريو ته هم شروع وکړله، او په نتيجه کې هغه طالبانو چی جنګ پرېښی و بيرته وسلې ته لاس کړ او حتي هغه خلک چې ددوي د وحشت نه متضرر و هم د طالبانو صفونو ته ورګډ شول او امريکا بيا د خپلو اهدافو لپاره لاره صفا کړه.

که ننی حالت ته ځیر شو نو پخواني قصه بيا تکراروي د جنګ د ښه تېزولو لپاره یې بيا خپلي B52 او نوري د بمبارۍ لوي او قوي طياري راوستی او په جوماتونو، مدرسو او د عامو خلکو په کورونو بمباري شروع کړي او دوام ورکوي، امريکا ښه پوهيږي چي دا بمباري متضرر خلک جنګ ته هڅوي او دا هر څه امريکا د خپل منظم پلان له مخي عملي کوي.

که څه هم ستونزي ډیرې دي خو د ليکنې پاتې برخه د حل په لارو او د غلط فهمي په لرې کولو را څرخوم.

په افغانستان کې د امریکا پلانونو ته اوس حالات برابر شوي او اصلي لوبه او جنګ به اوس شروع کېږي، امريکا دا دومره مصرف او قرباني د نن ورځي لپاره ورکړي او نن د امریکا سوله کول دا معنا لري چې د سل منځه اپارتمان د جوړولو نيت وکړي او کارونه هم سم روان وي او ۸۰ منزله پوره شوي هم وي او ته يي پرېږدې چې ړنګ شي د امريکا غوندې يو هوښيار لوبغاړي به هيڅکله داسې کار ونه کړي.

هو نو چي سوله د امريکا له ګټو سره مخالفه وي افغان حکومت د امريکا ګټي نشي منګولي او دا خپله يو ثبوت دي چي افغان حکومت د سولي واک نلري، افغان حکومت د هغو قاتلينو يو کاروان دی چي ددي خلکو وينو يي د ويالو په شان وبهولي او اخر کي ددي هيواد څخه وتښتیدل او د امريکا له راتګ سره بيرته راغلل، د کرزي د حکومت په اخري کال کي چي کرزي د امنيتي تړون د لاسليک نه انکار وکړ نو امريکا او ناټو ښکاره ورته وويل چي مرستي درباندې بندو د مرستو بنديدل د افغان حکومت د مړي د کفن پيسو د نه پيدا کيدو په معنا دي نو اوس هم که افغان حکومت د سولي واقعي اراده وکړي او د بهرنيانو وتل وغواړی چي دا د سولي کیلي ده نو افغان حکومت به ځان وژنه کړي وي چي دا غلو او قاتلينو حکومت به ددي چوکي لپاره د وينو سيندونه وبهوي خو دا چوکي او پيسي به پرې نه ږدي.

د طالب د سولې دوې مهمی غوښتنې وې چې د بهرنيو د وتلو نېټه او شرعي نظام کوم چې د سولې په غونډو کې يې يادونه هم ونشوه، طالب خو د پاسپورت او دفتر لپاره جنګ نه و شروع کړی چي ددي لپاره يي ودروي.

راځی دا وګورو چې سوله چا خفه کړه او څوک يي بايد بيرته راوړي او له چا څخه وغوښتل شي؟ طالب ښه يا بد يو واکمن و، د دوي هيواد ته امريکا راغله او دلته يي هغه نسبي سوله هم له منځه يوړه او يوه لويه جګړه يي شروع کړه، نو اوس ولي د طالب نه د جنګ حل غوښتل کېږي؟ که اوس طالب فرض کړو راشی تسليم شي نو اول خو به يي ځاي زندان وي که هغه نه وي مستقيم يا هدفي وژني او که دا هرڅه هم نه وي امريکا اوس داعش او ۲۰ نوري ډلي پيدا کړي چي بيا ددي بهانه کوي، يو ځل خو موجود حکومتي چارواکي په جنګ کړي او بيا خلک امريکا ته زاري کوي چي دوي سره خلاص کړي.

هغوي چي وايي چي طالب ددي ځاي نه و نه دي او يا غلام د پاکستان دي، لنډې څو خبرې لرم.

لومړی امريکا مخکي د يرغل نه او د يرغل په شروع کې طالب ته ددوستي لاس وړاندې کړ او ځيني شرطونه يي وړاندي کړل خو طالب ونه منل که طالب دوستی هم نه غلامي منلی، نو د امريکا غلامي به يي منلې وه، چي هم يي پاکستان هم يي جهان غلام دی، بدون د شک نه چي د پاکستان د غلامي نه د امريکا غلامي ښه وه.

دوهم که کلي ته لاړ شو وبه ګورو چي يو ورور عسکر بل طالب دي دا پخپله طالب ددې ځاي کوي.

دريمه دا چي ټول دا وايو چي پاکستان ټول عمر کوښښ کوي چي په افغانستان کي ددوي ملاتړی نظام وي نو که طالب د پاکستان تر لاس لاندې وي نو ولي يي بيا خپل د کلونو ارمان د امريکا په لاس بربادۍ ته پریښی وي او امريکا ته یی ځمکه، هوا او بحر په اختيار کي ورکړی وي؟

پرلت: د محکوم افغانستان د پښتنو نه په الهام زموژ په هيواد کي هم ځينو پرلتونه شروع کړی او د سولي غوښتنه کوي دا خو چي پرلت کي څوک دي؟ پخوا يي څه کار کوو؟ خپلوان يي څه کار کوي؟ دا فرعي شيان دي، اصلي خبره داده چي په خلکو کې د بدلون روحيه پيدا شوي ، پرلت کي پر څو نفرو ټول خلک نشو قياس کولي او د اوسني نيت نه يي هم الله ج خبر دی.

د پرلتونو شمير بايد ډير او په هر ولايت کي شروع شي د فرعي موضوع نه اصلي ته مخه کړی او دا شعار په کلکه بدرګه کړي چي امريکا دي سبا ووځي، طالب نن اوربند کوي، د پرلت ټول هدف بايد د امريکا د وتلو په اړه وی ځکه د ستونزې مور امريکا ده.

پرلت بايد د امريکا د سفارت په مخکی د اډو په مخکي يي په کابل او ټولو ولايتونو کي شروع شي او د يرغلګرو د وتلو نيټه وغوښتل شي.

دا يو طلايي فرصت دي چي طالبان يي بايد کلک ملاتړ وکړي او هر ځل يي ځواب کي ووايي چي اشغالګر دي سبا ووځي موږ نن اوربند کو او وروسته به خپلو کی خبري پيل کړو.

ددي هيواد هر اولاد، هر مدني فعال هر ليکوال بايد ددي پرلتونو کلک ملاتړ او پر اصلي هدف د امريکا د‌ وتلو پر غوښتنه وي. ترڅو چی خپل حالت ته بدلون ورنکړو الله ج به هم زموږ حال بدل نکړي او چي حال مو بدل نشي نو دا اور به سبا زموږ کور هم وسوځوي، ولي دي ته په تمه يو چي لکه طالب زموژ د کورنۍ غړي دي هم ووژل شي بيا به ټوپک ته لاس کو ؟ ولی ددي په انتظار يو چي هر يو شخصي ضرر ووينو؟ ولي مخکي له مخکي ضرر دفع نکړو ولي دي په تمه يو چي زموږ نوبت راشي ؟

بايد پاڅېږو او ددي يرغلګرو د وتلو اواز اوچت کړو که نه هم به بی عزته یو هم به مو لکه دنيا عقبا برباد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدخالد

به تایید سخنان محترم واقعا اگر از دید محاسبه خدا وایمان به اخرت و درورای قضیه های کنونی کشور یک کمی تعمق نماییم . سسلسله این کشمش ها از همان اوان جهاد برحق مردم مومن ما در برابر قشون سرخ واجینت های کی جی بی راه اندازی گردیده هست البته همه بخاطر داریم دول کفری غرب درهمان اوان شبکه های جاسوسی خویش را تحت نامهای انجو ها کمک به جهاد ومردم افغانستان شکل وسازمان دادند ومردم ما بی خبر از اهداف شوم انها با سینه باز وجبین گشاده پذیرفتند غافل از اینکه این کمک ها وسازمانهای های جاسوسی چی پیامد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x