د ازدواجي ژوندون په لړ کي د طلاق مقام

ليکوال: ابو المنظور «عطشان»

د طلاق په اړه جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«أَبْغَضُ الْحَلَالِ إِلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ الطَّلَاقُ»- (مسند عبد الله بن عمر: ۱ ج / ۲۴ ص).

ژباړه: الله جل جلاله ته په حلالو شيانو کي ډېر بد او ابغض شی طلاق دی.

خو دا چي طلاق الله جل جلاله ته ډېر ناخوښه شی هم دی او بيا يې هم په شريعت کي ځای ورکړی دی، دا دې لپاره چي تر څو د هغه ناعلاجه درد دوا سي، چي هغه ناعلاجه درد نو د خاوند او مېرمني تر منځ ناخوالي او خپلمنځي شخړي او اختلافات دي، کله چي دا شخړي او ټکرونه انتهاء ته ورسېږي او نوري ټولی د حل لاري ورباندي بندي سی، په دغه وخت کي نو دې تريخ ژوندون ته يو ناعلاجه درد ويلای سو، چي د همدې ناعلاجه درد يوازينۍ درملنه طلاق او د خاوند او مېرمني يو له بل څخه بېلوالی دی.

مقدس شريعت يو عالمي او نړيوال شريعت او قانون دی او د شريعت په درملتون کي د هر ډول ناعلاجه درد او غم درمل شتون لري او د هر ډول معنوي ناروغيو درملنه پکښي کېدلای سي؛ رب العالمين د مېرمني او خاوند تر منځ ازدواجي ژوند يو شرکت ګرځولی دی، چي پانګه او سرمايه يې مودت او رحمت دی او همدا رحمت او د زوجينو تر منځ دوستي د الله جل جلاله له لوري څخه يو ستر نعمت دی، لکه چي فرمايي:

«وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ»- (الروم: 21).

ژباړه: او د الله د قدرت له نښو څخه دا هم ده چي ستاسي لپاره يې ستاسي له ځانونو څخه مېرمني پيدا کړي دی، تر څو ستاسي زړونه په هغوی باندي سکون او ډاډ پيدا کړي او ستاسي په منځ کي يې مودت او رحمت ګرځولی دی، بېکشه چي په دې کي د هغو کسانو لپاره ډېري ستري د قدرت نښي دي چي هغوی فکر کوي.

د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم له ځينو ارشاداتو څخه ځينو کسانو دا مفهومونه اخيستي دي چي د نکاح پرېښول الله جل جلاله ته د نيژدې کېدلو سبب دی؛ خو جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې انګېرني رد کوي او فرمايي:

«أَمَا وَاللَّهِ إِنِّى لأَتْقَاكُمْ لِلَّهِ وَأَخْشَاكُمْ لَهُ»- (صحيح المسلم: ۴ ج / ۱۴۶ ص). «لَكِنِّي أُصَلِّى وَأَنَامُ وَأَصُومُ وَأُفْطِرُ وَأَتَزَوَّجُ النِّسَاءَ فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِى فَلَيْسَ مِنِّى»- (صحيح المسلم: ۴ ج / ۱۲۹ ص).

ژباړه: بېشکه چي زه تر تاسي ټولو ډېر تقوا لرونکی يم او له الله څخه تر تاسي ډېر زيات بېرېږم.

خو بيا هم زه ځيني وخت د شپې لمونځ کوم او ځيني وخت بيدېږم، ځيني وخت نفلي روژه نيسم او ځيني وخت يې خورم او له مېرمنو سره نکاح او کوروالی کوم؛ نو څوک چي زما له تګلاري څخه مخ اړوي، هغه زموږ څخه نه دی.

خو ځيني وختونه د ازدواجي ژوندون پر اسمان باندي وريځي او تاريکۍ راسي او دا تاريکۍ په نورو حل لارو له منځه نه ځي، نو په همدې وخت کي مقدس شريعت د همدې وريځو د ليري کولو لپاره دا طريقه مشروع ګرځولې ده.

کورنی ژوند چي خرابېږي، نو يا به د خاوند له خوا خرابېږي، يا به د مېرمني له خوا خرابېږي او يا به د دواړو له خوا خرابېږي؛ کله چي د مېرمني له خوا ازدواجي ژوندون خرابېږي، نو په دې اړه الله جل جلاله فرمايي:

« وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا»- (النساء: 34).

ژباړه: او هغه مېرمني چي تاسي د هغوی له بد چلند څخه بېرېږئ، نو هغوی ته نصحيت وکړئ او ځايونه ځني بېل کړئ او هغوی ووهئ، نو که چېري يې ستاسي اطاعت وکړ، نو بيا تاسي ته پر هغوی د زورزياتي هيڅ لار نه سته، بېشکه الله جل جلاله عالي او ستر ذات دی.

په دې کريمه آيت کي د ناچلندي مېرمني د اصلاح او د هغې د ناچلندۍ د له منځه وړلو لپاره څو تګلاري ښوول سوي دي:

لومړی به همدې ناچلندي مېرمني ته د اصلاح او سمون په موخه نصیحت کېږي، د الله جل جلاله او جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم لارښووني او ارشادات به ورته وړاندي کېږي او د جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم، اهل بيتو او د صحابه کرامو او نورو سپېڅولو کسانو او امتونو او همدا ډول د نافرمانو امتونو د عذابونو حالات به ورته ذکر کېږي، همدا ډول به د فرمانبردارۍ په صورت کي د جنتي نعمتونو او د نافرمانۍ په صورت کي د جهنم د دردوونکو عذابونو په اړه مالومات ورکول کېږي او دا ډاډ به ورکول کېږي چي ژوندون له خړپړتيا او ناخوالو څخه په هيڅ صورت کي نه خالي کېږي، په دنيوي ازدواجي ژوندون کي ناخوالي او تکاليف راځي، نو بايد وزغمل سي، ځکه الله جل جلاله له هري تنګۍ سره د خلاصون لار پيدا کړې ده، له هر صبر سره يې نصرت پيدا کړی دی، د هري سختۍ لپاره يې يوه د حل لار پيدا کړې ده او له هر سخت حالت سره يې اساني پيدا کړې ده، شپه چي هر څومره اوږده وي، خو ورځ به خامخا په پسې وي او عمر چي هر څومره اوږد وي، خو آخير به خامخا قبر ته ننوتل وي. همدا ډول دي په همدې نصيحت کي مېرمن له بې ځايه ژبي چلولو، حسد او نفرت کولو او ناوړه چلند کولو څخه وبېرول سي.

خو که چېري په همدې نصيحت سره اصلاح نه سوه، نو په دويم پړاو کي دي د څه وخت لپاره له هغې څخه د خوب ځای جلا کړل سي، داسي نه چي له کوره دي وايستل سي يا دي د خوب له خوني وايستل سی، بلکي په همدې د خوب په خونه کي دي خاوند د هغې له خوبځای څخه خپل خوبځای بېل کړي، ځکه الله جل جلاله داسي نه دي فرمايلي چي: «وهجروهن من المضاجع»- ياني هغوی له خپلو ځايونو څخه بېلي کړئ، بلکي فرمايلي دي چي «في المضاجع»- ياني په همدې ځای کي خپل خوبځای ورځني بېل کړئ.

خو که چېري دا بېلوالي هم په مېرمني کي کوم اصلاح رانه وسته، نو په درېیمه مرتبه کي الله جل جلاله فرمايي چي مېرمني دي په لږو وهلو سره ووهل سي، ځکه انساني طبيعت داسي جوړ دی چي ډېری وختونه په وهلو سره حقيقت درک کړي او سمون پکښي راسي، نو په لږه اندازه وهل د اصلاح او سمون لپاره يوه له غورو تګلارو څخه ګڼل کېږي، خو وهل به داسي وي چي د مېرمني بدني غړو ته به زيان نه پکښي رسېږي؛ او دا وهل محکمې ته تر رسېدلو او د کورنيو د رازونو تر افشا کېدلو ډېر غوره دي.

پورتنۍ درې د اصلاح تګلاري په هغه صورت کي عملي کېدلای سي چي د ازدواجي ژوند د تاوتريخوالي اساسي لامل مېرمن وي، خو که چېري د همدې ناخوالو اساسي لامل مېرمن نه بلکي خاوند وي، نو بيا يې الله جل جلاله په اړه فرمايي:

«وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الْأَنْفُسُ الشُّحَّ وَإِنْ تُحْسِنُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا»- (النساء: 128).

ژباړه: او که چېري مېرمن له خپل خاوند څخه د نه موافقت او مخ اړوني له امله بېرېدل، نو بيا پر دوی دواړو هيڅ ګناه نه سته چي په خپل منځ کي سوله وکړي او سوله غوره ده او انساني نفسونو ته بخل ورحاضر سوی دی، که دوی څه احسان او نېکي وکړي، نو بېشکه چي الله په هغه هر څه پوه او خبر دی چي تاسي يې کوئ.

ياني کله چي ناچلندي د خاوند له لوري وي نو بيا دي مېرمن او د هغې خپلوان له هغه سره سوله وکړي، دا چي انساني نفس بخيل دی، نو ځيني وخت خاوند سوله په څه شتمنيو او پيسو کوي، که مېرمن شتمنه وي، نو هيڅ پروا نه لري چي هغه ته څه اندازه پيسې ورکړي او دا ترينګلی ژوند سوکاله کړي؛ نو د څه شتمنيو قرباني کول تر دې ډېر ښه دي چي د ازدواجي ژوند ماڼۍ ونړېږي.

او که چېري بيا د ازدواجي ژوند د تاوتريخوالي لامل مېرمن او خاوند دواړه وه، نو په دې اړه بيا الله جل جلاله فرمايي:

«وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا»- (النساء: 35).

ژباړه: او که چېري تاسي بېرېدلاست چي دوی دواړه (خاوند او مېرمن) دي په خپل منځ کي بدبختي وکړي، ياني نشوز او نه موافقت دي د دواړو له خوا وي، نو تاسي د دواړو له لوري څخه يو يو سپېڅلی پرېکړه کوونکی وټاکئ، تر څو په خپلو کي دا خبره سره حل کړي، نو که چېري دا پرېکړه کوونکو د اصلاح اراده درلوده، نو الله جل جلاله به توفيق ورکړي، بېشکه چي الله په هر څه پوه او خبر دی.

يو ځل حضرت عمر رضي الله عنه چي صائب الرايه او ساقب الفکر وو، دوه حاکمان ولېږل تر څو د خاوند او مېرمني ترمنځ سوله وکړي، خو هغوی بیرته راوګرځېدل او سوله يې ونه کړه؛ نو حضرت عمر رضي الله عنه خپل لکړه ورباندي پورته کړه، هغوی وويل چي زموږ څه ګناه ده چي هغوی سوله ونه کړه؟ نو حضرت عمر رضي الله عنه د یقين په ژبه او د حق مبين په منطق ورته ويل چي که چېري ستاسي په نيت کي اصلاح وای، نو الله جل جلاله هغوی اصلاح کول، ايا تاسي د الله جل جلاله دا قول نه دی لوستی، چي فرمايي:

«إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا»- ياني که حاکمانو د اصلاح اراده لرله، نو الله جل جلاله د اصلاح راوستلو توفيق ورکوي.

اوس نو که چېري د اصلاح لپاره پورتنيو ټولو تګلارو کومه مثبته پايله ونه لرل، بيا هم اسلام خپل موقف جامد او وچ نه دی پرېیښی، لکه د ولاړو اوبو په څېر، چي دا ډول نه چلېدونکي خاوند او مېرمن دي سره پر همدې حال پاته سي او سره ووهي او يو بل سره ووژني او د کورنۍ اسرار او رازونه يې سره افشا او نشر سي. د کورنيو رازونه او اسرار افشا کول يا کېدل کومه کوچنۍ خبره نه ده، ځکه جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«إن شر الناس منزلة المرأة تفضي إلى الزوج أو الزوج يفضي إلى المرأة ثم ينشر سرها».

ژباړه: په خلګو کي تر ټولو بدترين مقام لرونکی هغه سړی دی چي خپلي مېرمني ته ورسي او يا هغه مېرمن ده چي خپل خاوند ته ورسي او بيا هغه پټ اسرار افشا کوي.

نو مقدس شريعت پر همدې حال خبره نه ده پرېيښې، بلکي بيا هم لارښوونه کوي چي:

«وَإِنْ يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللَّهُ كُلًّا مِنْ سَعَتِهِ»- (النساء: ۱۳۰).

ژباړه: او که د نه توافق په صورت کي دوی دواړه سره بېل سي، نو الله جل جلاله به په خپل پراخ قدرت سره د هر يوه اړتياوي ورپوره کړي.

په دې کريمه آيت کي چي د طلاق پر ځای د تفريق او بېلوالي کليمه کارول سوې ده، دې خبري ته اشاره ده چي د دې خپلمنځي شخړو له امله به ستاسي تر منځ بېلوالی راسي، نو اوس لا ځير او متوجې سئ چي دا تفريق به ستاسي تر منځ څومره زيانمن وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

جنابه سلامونه اونیکی هیلی ومنه ۰که د مشکلاتو او ستونځو جوړولو عامل یواځی خاوند وی خپلی میرمنی سره ګذاره نکوی او د میرمنی د کورنی خلکو ورسره بار بار صلحه هم ورکړی وی بیا هم سړی نه اصلاح کیږی او میرمن ته طلاق هم نه ورکوی دی صورت کی دی ښځه څه وکړی