fbpx
Kandahar U191

د کندهار پوهنتون پنځه تنه استادان خوشي شوي دي

د غزني ولایتي مسوولین وايي چې دوی د قومي مخورو په هڅو په غزني کې د کندهارپوهنتون له تښتول شویو څلور دېرشو استادانو نه پنځه تنه خوشي کړي دي.

یاد استادان چې تېره ورځ له کندهاره کابل ته په لاره وو، د کابل ـ کندهار په لویه لار د غزني ولایت اړوند د ملانوح بابا په سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول.

د غزني ولایت چارواکي وايې چې دوی د قومي مخورو په منځګړیتوب پنځه تنه د وسله والو کسانو له منګولو خلاص کړي دي. هغوی نه دي ويلي،چې د دې استادانو د نیولو عامل څه وو.

په دې پېښه کې د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ټپی شوي استاد رسنیو ته ویلي، چې د دوی په موټر لومړی ډزې وشوي او وروسته مخ پټي کسان موټر ته وروختل او دوی يې ټول ښکته کړل.

د ده په خبره دی يې د خپلو ټپونو په خاطر څو متره وړاندې خوشي کړ او نور يې له ځانو سره بوتلل.

د کندهار پوهنتون محصلین وايي چې دغه استادان د پوهنتون له عمومي ریس سره د شوي جنجال د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت ته روان وو، چې له یادې پېښې سره مخ شول.

که څه هم ولایتي دولتي مسوولین د دې پېښې عاملین طالبان بولي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د