fbpx

اوه هغه غوره خواړه چې مونږ یې په ناسم وخت کې خورو او روغتیا مو زیانمنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۷ل): د انسان د صحت ښه کولو او خرابولو لپاره یوازې خواړه کافي دي، که سم او په مناسب وخت کې مو وخوړل صحت به مو روغ وي او که مو بې وخته وخوړل روغتیا مو زیانمنه کوي.

دلته هغه اوه غوره خواړه وړاندې کوو چې ګټه یې زیاته ده خو که چیرې په ناسم وخت کې وخوړل شي روغتیا مو زیانمنه کوي:

شیدې: د شیدو لپاره مناسب وخت شپه ده، که چیرې د سهار لخوا شیدې وڅکل شي روغتیا زیانمنه کوي.

وریجې: د وریجو خوړلو غوره وخت ورځ ده، که چیرې د شپې لخوا وخوړل شي د یو شمېر ناروغیو رامنځته کېدلو لامل ګرځي.

بوره: بوره د شپې لخوا خوړل د انسان روغتیا لپاره هلاکونکي ثابتیږي، ددې د خوړو غوره وخت یې سهار دی. باید وویل شي چې په عام ډول مصنوعي خواږه په هر وخت کې خوړل زیان لري خو په ځانګړي ډول بوره د شپې لخوا خوړل ډېر زیان لري.

دال او لوبیا: د دال او لوبیا خوړلو لپاره غوره وخت د شپې دی، که د ورځې په اوږدو کې وخوړل شي زیان رسوي.

چکه: چکه د مستو په رنګ یو ډوله خواړه دي چې له شیدو څخه جوړیږي، د ورځې په اوږدو کې باید وخوړل شي، او د شپې لخوا ترې پرهیز وشي.

کیله: د کیلې خوړلو لپاره غوره وخت د غرمې وخت دی، د شپې لخوا او سهار په نهاره کیله خوړل روغتیا زیانمنوي.

مڼه: مڼه که څه هم د هر وخت او هر موسم مېوه ده، خو ویل کیږي چې د سهار لخوا او په ځانګړي ډول سهار په نهاره خوړل یې بې شمېره ګټې لري، خو په ماښام او شپه کې يې خوړل ګټه کموي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د