
پاکستان یو ځل بیا پر کونړ لسګونه توغندي توغولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر دانګام او شلتن ولسوالیو ۱۵۵ توغندي توغولي، چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان وايي، د ډیورنډ کرښې سره په نږدې ولسوالیو د پاکستانیو پوځیانو د توغول شویو توغندیو کې یوازې مالي زیان اوښتی؛ خو مرګ ژوبله نه لري.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر اسمار، شلتن، دانګام، مرورې او یو شمېر نورو ولسوالیو د توغندیو بریدونه کوي، چې لسګونه خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېر کال یوازې د شلتن ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورنۍ د پاکستانیو توغندیو د توغولو له امله بې ځایه شوې وې.
درې میاشتې وړاندې د دفاع وزارت افغان سرحدي ځواکونو ته امر کړی و، چې د پاکستانیو توغندیو ځواب په توغندیو ورکړي؛ خو تراوسه افغان ځواکونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
زه باور لرم چه دغه توغندی چه د پاکستان له خوا یادول کیږی د امریکا په دستور او دکابل د اداری په تفاهم تر سره کیږی جه په واسطه یی د خلکو پام له امریکا او ناتو پاکستان ته اړوی او د دی کار د پاره چه نوم یی پدنامیږی امریکا پاکستان ته رشوت او د هغو توغندیو بیه ورکوی . په څنګ کی د افغانستان خلکو ته شیوی چه پاکستان زمونږ دشمن دی نو طالبان هم زمونږ په مقابل کی کاروی یعنی طالبان یی هم یو ډول توغندوی دی . د پاکستان دغه توغندوی له شروع تر اوسه یو… نور لوستل »
بیانزی صاحب ،دستا تبصره می ولوسته،خو زه در سره موفق نه یم،پاکستان له خپل ملک سره دومره مینه لری چه پوښتنه ورڅخه وکړی چه مسلمان یی که پاکیستا نی .نو د پاکستانی ځواب به وی.مین پاکستانی هو،دوی په هیڅ صورت د خپل ملک نوم نه بدوی.او نه د ملک سودا کوی، د دوی توغندی ځانی تلافات لری،خو د خوار غریب غږ څوک اوری.یوازی نه دا چه ځانی تالفات لری بلکه .د کنړغیور خلکو ته.روحی،فزیکی ،جسمانی،تاوانونه لری.حتی په هغه ماشومانو هم آثر لری چه تراوسه د میندو په ګیډه کی دی.او بل غټ تاوان یی د کنړ ښایسته ځنګل ته دی،هر… نور لوستل »